دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 59882
د ناټو عمومي منشي د پاکستان د علماوو د شورا دا ډول څرګندونې وغندلې.
ولسمشر کرزي د پاکستان د علماوو شورا د رییس هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې دي په افغانستان کې ځان وژونکې حملې روا دي.

ولسمشر کرزي نن د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په کابل کې ویل، هر څوک چې ځان وژونکې حملې روا بولي او د خلکو د وژلو خبره کوي باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن  د پاکستان د علماوو د شورا دا ډول څرګندونې وغندلې.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن پاکستان یو ځل بیا وغانده، ویې ویل: د پاکستاني ملا له لوري په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو تایید ښيي چې پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې ريښتونی نه دی.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: «په پاکستان کې وروستۍ حملې د دې ښکارندویې دي چې حالات په دغه هیواد کې له کنټروله وتلي او دواړوه هیوادونه په ورته اور سوځي.»

د پاکستان د دیني عالمانو د شورا رييس ویلي و چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی ځکه هلته انتحاري حملې روا دي خو په پاکستان کې ناروا دي.

مولانا طاهر اشرفي د افغانستان له عکس العمله وروسته خپله خبره بېرته واخیسته، ویې ویل چې د ده څرګندونې افغان رسنیو تحریف کړي.

ده افغان رسنۍ تورنې کړې چې د پاکستان پرضد د دې لپاره منفي تبلیغات کوي چې پاکستاني عالمانو د افغانستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې له ګډونه انکار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8oei.uqehoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته