دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 60959
په افغانستان کې د تروریزم پر خلاف د ناټو جګړه بې هدفه او غیر عاقلانه ده
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي د افغانستان د جمهوررئیس د څرګندونو په اړه د ناټو سازمان د عمومي منشي وروستۍ خبرې ردکړې او په افغانستان کې یې د ناټو جګړه بې هدفه وبلله.
فیضي ته وویل:" دافغانستان خلک له ناټو څخه غواړي د دغې جګړې هدف چې ظاهرا له " تروریزم سره د مبارزې" په نامه روانه ده، روښانه کړي، او دا پوښتنه کوي چې ولې یې په هېوادکې له یوې لسیزې جګړې وروسته، دغه جګړه لاهم هدف ته نه ده رسیدلې او د بې ګناه خلکو له وژل کېدو او د هغوی د کورونه له ړنګېدو پرته یې بل څه له ځان سره نه دي لرلي."
د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړه: " د افغانستان خلک د ناټو له عمومي منشي څخه پوښتنه کوي، په داسې حال کې چې ناټو ته روښانه ده چې د تروریزم ریښې او ځالې د افغانستان له خاورې څخه د باندې دي، نو بیا ولې دغه جګړه لا تراوسه هم د دوی په کورونو او کلیوکې دوام لري؟."
فیضي څرګنده کړه: د افغانستان خلک دغه جګړه بې هدفه ګڼي او په افغانستان کې د
هغې دوام غیر عاقلانه بولي.







سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy93.ak9zn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته