دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 61555
یو پلاوی په لوګر ولایت کې ملکیانو ته وروستۍ اوښتې مرګ ژوبله څېړي
د ولسمشرکرزي له خوا ټاکل شوی پلاوی وایي چې؛ په لوګر کې به د افغان او بهرنیو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه خپلې څیړنې نن پیل کړي.

د دې پلاوی مشراو د قومونو او قبایلو په چاروکې د ولسمشر کرزي سلا کار شهزاده مسعود آزادي راډیو ته وویل چې؛ دوی به سیمې ته ولاړشي او له نږدې نه به خپلې څیړنې وکړي.

د لوګرد برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلی کې تیره اونۍ د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا عملیات وشول.

که څه هم د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې؛ په دې عملیاتو کې نږدې پنځوس تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي؛ خو د دې ولایت ولایتي شورا او سیمه ییزو خلکو ویلي چې؛ په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiiem.uqeviz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته