دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 62098
حامد کرزی نن په یوه ناڅاپي سفر فراه ته ولاړ
ولسمشر حامد کرزی نن په یوه ناڅاپي سفر فراه ولایت ته ولاړه.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي ازادي راډيو ته وویل، چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې په فراه کې د تیرې اونۍ د حملې د قربانیانو له کورنیو سره له نږدې وګوري.
وسله والو طالبانو تیره اونۍ د فراه په مرکز فراه ښار کې د استیناف پر محکمې ډله ایزه حمله وکړه، شاوخوا پنځوس کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqe.2bqio8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته