دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 66826
اوباما او د ناټو عمومي منشي د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون (جمعه) په واشنګټن کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.
تر خبرو وروسته جمهور رییس اوباما اعلان وکړ چې؛ د ناټو غړي هېوادونه به راتلونکی کال له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه په یوه سرمشریزه غونډه کې بحث وکړي.
ولسمشر اوباما وویل، چې دا غونډه به په ۲۰۱۴ (میلادي) کال کې جوړه شي او یو هدف یې د کال تر پایه له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي بحث دی:
"موږ د دې موقع درلوده چې، نه یوازې د راتلونکي یو نیم کال پر پلانونو خبرې وکړو بلکه پردې هم وغږېدو چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته څنګه ګامونه واخیستل شي؛ تر څو ډاډه شو، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلو پولو د کنټرول توان لري او د ناټو غړو ته ډاډ ورکولای شي چې؛ له دې هېواده به په راتلونکې کې د تروریزم د ځالې په توګه کار نه اخیستل کیږي."
متحد ایالات او د ناټو ۲۸ غړي هېوادونه پلان لري چې؛ د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وباسي.
په دې اړه د خبرو لپاره د جوړیدونکي سرمشریزې غونډې دقیقه نیټه او ځای نه دی اعلان شوی.

ښاغلي اوباما پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "عمومي منشي راسموسن به د تل په څېر د ناټو د سرمشریزې غونډې د کوربه هېواد او د داسې وخت د ټاکلو لپاره کار وکړي؛ چې په افغانستان کې زموږ د عملیاتو له وروستۍ مرحلې سره جوړ وي او د افغانانو له استازي حکومت سره د نړیوال امنیت په استازیتبو زموږ د ملګرتیا تصویر هم وړاندې کړي."
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ویلي چې؛ د تړون غړي هېوادونه په ۲۰۱۵ (میلادي) کال کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې پر یوه پروګرام کار کوي: "د ۲۰۱۴ کال ترپایه به زموږ جنګي ماموریت بشپړ شي، زموږ محارب ځواکونه به کور ته ستانه شي؛ افغان ځواکونه به د خپل امنیت بشپړ مسوولیت واخلي، خو موږ به بیا هم د هغوی د روزنې، سلا ورکولو او مرستې په خاطر هلته یو."
ټاکل شوې چې جمهور رییس بارک اوباما په راتلونکو څو اونیو کې اعلان کړي چې؛ څومره محارب ځواکونه به یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان وزي او څومره عسکر به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پریږدي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، ولسمشر اوباما به د هغو امریکايي عسکرو شمېر هم اعلان کړي چې؛ ر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته به په افغانستان کې په ځيني پوځي عملیاتو کې ګډون کوي.
د ناټو عمومي منشي امریکا ته په خپل دې سفر کې د بهرنیوچارو د وزیر جان کري او د ملي امنیت د سلا کار ټام ډانیلون سره ګوري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvcdv.w6dv0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته