دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 67158
جمهور رئیس حامدکرزي د فراه په ولایت کې ماین ایښودنه په کلکه وغندله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د فراه په ولایت کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د فراه د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون سهار شاوخوا اوه بجې د ملکي وګړو د سورلۍ یو عراده سراچه موټر هغه مهال د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په سړک کې په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې د دغه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ له مرکز څخه د زاهک د کلي په لور روان و.
په دغه موټر کې د یوې کورنۍ پینځه تنه غړي سپاره وو چې درې تنه ماشومان او د هغوی پلار د ماین په دغه چاودنه کې شهیدان او د ماشومانو مور سخته ټپي شوې ده.
حامدکرزي پر سړکونو او واټونوکې د ماینونو ایښودل په کلکه وغندل او د دا ډول عملونو ترسره کول یې د افغانانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو او د هغوی د نوکرانو لخوا وحشیانه کړنې وبللې.
د هېواد جمهوررئیس د دغې تروریستي پیښې د شهیدانو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپي ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevz8p.jh8fni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته