دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 70811
حامد کرزي په پکتیکا ولایت کې پر ماین چاودنه خواشیني څرګنده کړه
د پکتیکا ولایت د مقام د دفتر د معلوماتو پر اساس تېره پنجشنبه سهار د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په فولادخېلو سیمه کې د طالبانو د یو قوماندان، عبدالله په کور کې هغه ماین وچاودېد چې ده هلته ساتلی و.
په دغه چاودنه کې د نوموړي قوماندان ماشومان چې لوبې یې کولې د خپلې مور په شمول چې ټول شپږ تنه کیږي، ووژل شول.
د طالبانو نوموړي قوماندان غوښتل دغه ماین د دولت د امنيتي ځواکونو په لار کې ښخ کړي او په همدې هدف یې پخپل کور کې ساتلی و.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی ددغه خبر په اورېدلو سره سخت خواشینی شو او په دې پېښه کې یې د یوې مېرمنې او بېګناه ماشومانو وژل کېدل زړه بوږنوونکی خبر وباله.
حامد کرزی په همدې مناسبت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې نور دې د افغانستان د خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو باعث نه کیږي او نه دې د یادې پېښې په څېر د خپلو ماشومانو د قتل سبب ګرځي.
جمهور رئیس وویل چې د وطن ماشومان حق لري لکه د نړۍ د نورو ماشومانو په څېر لوبې وکړي او سبق ووایي، نه دا چې د پردیو د کرغېړنو لوبو ښکار شي او د تعلیم امکانات او آن خپل ژوند پکې له لاسه ورکړي.
حامد کرزي یاده پېښه د عبرت درس وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې نور د خپلو هېوادوالو د وژلو او د خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي او آبادولو ته دې یې مټې راونغاړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezv8f.jh87zi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته