دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 75475
د افغانستان او پاکستان پارلماني نهمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان او پاکستان د پارلمان د غړو ترمنځ د خبرو اترو نهمه ناسته کې د دواړو هېوادو د همکاريو پر زياتولو ټينګار وشو.
دغه دوه ورځنۍ غونډه چې پرون په اسلام اباد کې پيل شوې وه، د يوه پرېکړه ليک په صادرېدو پاى ته ورسېده.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به له يو بل سره د سياسي همکاريو له لارې د سولې د بهير په پرمختګ کې مرسته کوي.
دوى ټينګار کړى، چې د دواړو هېوادونو د امنيتي ادارو ترمنځ بايد همغږيتوب زيات شي، ترڅو د پولې په شاوخوا کې د شته ترهګريزو فعاليتونو مخنيوى وشي.
دواړو پلاوى ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ فضا ته وده ورکول، د ولسونو د کچې د اړيکو په زياتولو کې نغښتى دى.
هغوى زياته کړې، غوره پاليسي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ چاپېريال رامنځ ته کولى شي.
د يادولو وړه ده، چې د افغانستان له لوري د دې پلاوي مشري د مشرانو جرګې مرستيال سيد فرخ شاه او د پاکستان د پلاوي مشري افراسياب خټک کوله.
په افغان پلاوي کې سناتور حافظ عبدالقيوم نورستانى، محمد داوود اساس، سناتور محمدامين ساپى، سناتور رفيع الله او سناتور ليلوما احمدي ګډون لري.
دغه راز په دې خبرو کې د پاکستان له لوري سناتور حاجي عديل، سناتور عباس اپريدي، مېرمن سناتورې ثريا اميرالدين، سناتور فرحت الله بابر، سناتور جهانګير بدر، سناتور سعيد غني، مېرمن سناتورې نسيمه احسان، نجمه حميد، سعيده اقبال، بازمحمدخان، سعيدالحسن مندوخېل، ملک نجم الحسن، صالح شاه، شاهي سيد، افتاب احمدخان شېرپاو ګډون درلود.
هېره دې نه وي، چې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د مشرانو جرګې يو پلاوى هم کابل ته په يوه رسمي سفر تللی ؤ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcftjde.w6dteaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته