دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 78654
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ایتالیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې له رئیس سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي نن له غرمې مخکې د افغانستان د څانګې له رئیس ښاغلي فابریزیو بوچي سره لیده کاته او په بېلا بېلو موضوعګانو باندې خبرې او د نظریو تبادله وکړه.
ښاغلي احمدي په وروستۍ لسیزه کې د ایتالیا له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو باندې ټینګار وکړ. ښاغلي احمدي وویل، ”مونږ هیله من یو چې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته چې ټول امنیتي مسؤلیتونه د افغان ملي ځواکونو پورې اړوندیږي، د ملي پولیسو او ملي اردو د پیاوړي کولو او تجهیز ترڅنګ، د ایتالیا مرستې په بېلا بېلو برخو لکه: اقتصادي، کلتوري او د افغانستان د قضایي سیستم د پیاوړي کولو په برخو کې دوام و مومي.“
ښاغلي بوچي په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان د ولت او خلکو ۱۰ کلنو لاسته راوړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د خپل هېواد ليوالتیا څرګنده کړه. ښاغلي بوچي وویل، ” د افغانستان خلک د امنیت او ثبات ټینګښت او همداراز د خپل هېواد هوساینې لپاره خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره اوږده لار پر مخ لري او مونږ به د یوه هوسا او باثباته راتلونکي ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو ترڅنګ و اوسو.“
د ایتالیا جمهوریت د وروستۍ لسیزې په اوږدو کې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره څه ناڅه ۷۵۰ ملیونه یورو مرسته کړې. ایتالیا د افغانستان د عدلي او قضایي سیستم د رغونې مسؤلیت لري او همدارنګه د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د ظرفیتونو په لوړلو کې همکاري کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchk-nq.23n6mdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته