دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 83794
داودزی: د امنیتي سند د لاسلیک کولو لپاره باید په لوړه کچه خبرې پیل شي
د کورنیو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي سند د لاسلیک کولو لپاره باید په لوړه کچه خبرې پیل شي.
د کورنیو چارو وزیر عمر داود زي نن د ۳۴ ولایتونو د امنیه قوماندانانو په غونډه کې هیله څرګنده کړه چې؛ دغه مذاکرات به ډیر ژر پیل شي.
"دا مسایل له لیرې نه حل کیږي؛ د دې اړتیا وه چې په لوړه او مناسبه کچه مذاکرات شوی وای، خو اوس هم لا فرصت شته زما غوښتنه له متحده ایالاتو دا ده چې هر څومره ژر کیږي یو لوړ پوړی هییت افغانستان ته راولیږي چې؛ خبرې وکړو او ډير ژر یوې نتیجې ته ورسیږو."
عمر داودزی وایي چې، د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي سند د لاسلیک کولو په برخه کې باید ټول شته اختلافات حل شي.
په دې وروستیو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي سند د لاسلیک کولو پر سر ناندرۍ ډیرې شوې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5yav.t1ap326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته