دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 88097
په زابل کې د انتخاباتو لپاره تصفیوي عملیات
د زابل امنیه قومندان ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې دټاکنیزو مبارزو او ټاکنودامنیت دخودیتوب دپاره دچاڼیزو عملیاتو خبرورکوي، نوموړی وايي پدې عملیاتو کې ددرو پولیسو په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل سوې او ۱۰ نوردیوشمیر سپکو اودرنو وسلو سره یوځای ژوندي نیول دي خو وسله والو طالبانو تردې مهاله پدې اړوند څه ندي ویلي
دزابل امنیه قومندان رسنیو ته دخبرو پرمهال وویل چي په تیره یوه اونې کې چي ګډو ځواکونو ددې ولایت پّ ټولو ولسوالیو کې دټآکنو او ټاکنیزو مبارزو دپاره چاڼیز عملیات پیل کړي ، تردامهاله پوري ۴ وسله وال طالبان وژل سوې دي او۱۰ نور ژوندي نیول سوې دي.
ښاغلی روغ لیونی همداراز وايي پدې عملیاتو کې د وسله والوطالبانو څخه یوشمیرماینونه، سپکې او درنې وسلې هم نیول سوې او دیادو عملیاتو پرمهال درې پولیس وژل سوې او درې نورټپیان سوې دي.
ښاغلی لیوني وايي وسله وال طالبان دمخامخ جګړې توان نلري اودهغه په خبره دوی به ټآکنو ترورځې پوري دګډو ځواکونو سره یوځای دوسله والو په وړاندي عملیات روان وي.
خو وسله والو طالبانو تردې مهاله پدې اړوند څه ندي ویلي
په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دیوشمیر وسله وال طالبانو دنیولو او وژلو خبرورکوي چي پدې وروستیو کې امنیتي چارواکې دراتلونکو ټاکنو دپاره دپوره چمتووالي خبرورکوي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjayeo.uqeohz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته