دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 89805
په خوست کې د وروستیو بمي چاودنو په تور څو تنه نیول شوي دي
په خوست کې د بمي چاودنو په تور یو ډله نیول شوې ده.
د خوست چارواکو ویل چې، دغو کسانو خپل جرم منلی دی.
په خوست کې د نژدې دوو اونیو په ترڅ کې درې بمي چاودنې وشوې چې په کې څلور پولیس او دوه ملکیان ووژل شول او تر لسو ډیر ملکیان ټپیان شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchm6n6.23nwvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته