دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 96957
د نرخ له ۵۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدې مرسته وشوه
د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ د راتلو سیلابونو د ۵۲ هغه سیلاب ځپلو کورنیو سره،چې کورونه یې په بشپړ ډول تخریب شوي وو،د DRC مؤسسې له لورې هرې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه .
دغه مرسته،چې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالې په ریاست کې ورکړل شوه،هرې کورنۍ سره اته،اته زره اقغانۍ نغدي مرسته وشوه،چې د جوړ شوي هیئت پر وړاندې زیانمنو کورنیو ته وسپارل شوه .
په نرخ ولسوالۍ کې د کوچنی اختر وروسته د راوتلو خونړیو سیلابونو له امله ۵۲ کورنه په بشپړ ډول او ۶۵ نور بیا په کمه اندازه تخریب شوي وو.
د یادو سیلابونو له امله په ټولیز ډول ۱۰۹۵ کورنۍ زیانمنې شوي،چې په زیانمنو کورنیو کې ۸۵۷۰ کسان شتون لري،چې دا مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
همدا راز د راوتلو سیلابونو له امله ۴۸۲۱ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او ۳۸۰۰۵۸ مېوه لرونکې او غېرې میوه لرونکې ونې هم لمنځه تللي دي .
که څه هم ولایت مقام سره د یو شمېر ادارو له لورې د نرخ ولسوالۍ زیانمنو کسانو سره د مرستې ژمنه شوې،خو د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي یو ځل بیا پر ټولو مرستندویه ادارو غږ وکړ،چې له یادو سیلاب ځپلو اړمنو کسانو سره دې ژر تر ژره مرستې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcd5n0n.yt09k6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته