په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار،بغلان ،تخار ،لوګر ، غزنی ، خوست ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۳ تنه ټپیان او۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار ولایت په اړونده سیمې کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)