دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 99841
ترکیه د داعش وهابي ترهګرې ډلې هر اړخیز ملاتړونه کوي .

دسوریې داطلاعاتو وزیر ترکیه دداعش ترهګرې ډلې هراړخیزه ملاتړي وبلله .
دلبنان المیادین ټیلي ويژن  راپور ورکړ د سوریې داطلاعاتو وزیر علي حیدر په دمشق کښې د نړیوال سره صلیب دکمیټۍ له مشر بوریس میشل سره په کتنې کښې وویل ترکیې په ځلونو دسوریې دسرحدونو دننه د حایلې سیمې د رامینځته کولو کوشش کړی دی اوترکیه په سوریې د تیري کونکي رول لوبوي .
دترکیې داطلاعاتو وزیر علي حیدر وویل ترکیه د ترهګرو نیغ په نیغه ملاتړ کوي او دخپل هیواد دنیولو شویو کسانو په ازادولو کښې له اقدام وروسته دسوریې په شمال کښې له ولسي ځواکونو سره یې مقابله شروع کړي ده .
داعش وهابي  ترهګره ډله سعودي عربستان، امریکا، انګلستان، قطر، ترکیې، اردن او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ګډه جوړه کړي ده .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizva3.t1a3526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته