دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 146597
سیاسی ائتلافونه، د بحران لپاره نوی سکانس

 

یو نوی سیاسی حرکت د ( محور مردم افغانستان ) په نامه د یکشنبه په ورځ د حضور اعلان وکړ.

رنګین دادفر اسپنتا؛ د حامد کرزی ملی امنیت مشاور او رحمت الله نبیل؛ د ملی امنیت مخکنۍ مشر ددی سیاسی حرکت شتون اعلان په ورځ کی ددی سیاسی حرکت بنیاد ایښوونکو په حیث خبری وکړی.

نوی سیاسی جریان ډیر د حامد کرزی حکومت څیرو څخه تشیکل سوی دی.

دا نوی جریان، خپل اصلی شعار ( قانون او سیاسی مشروعیت ته بیرته ګرځیدنه ) اعلان کړی دی.

رنګین دادفر اسپنتا، په دی مراسمو کی وویل چی هغه مرګونۍ سفر چی د افغانستان خلګ ۱۶ کاله مخکی د جمهوری نظام استقرار او سیاسی او ټولنیز بحران څخه د هیواد دباندی ایستلو لپاره شروع کړی وو نن یو بحرانی مرحلی ته وارد سوی دی.

هغه وویل چی دا حرکت خپل قانونی مبارزاتو اپوزیسیون ځواک په حیث د سولی، آزادی او قانون مداری په منظور څه د حکومت دننه وی او که حکومت نه خارج وی، ادامه ورکوی.

ښاغلی اسپنتا ادعا وکړ چی حکومت په یو سازماندهی سوی توګه د سیاسی غورځنګونو ټکولو ته مخه کړی دی.

لکه څنګه چی د ښاغلی اسپنتا په خبرو کی هم راغلی دی ددی تازه سیاسی جریان اصلی اهدافو څخه یو، قدرت ته رسیدل او حکومت په لاس کی نیونه ده او تر هغه ځایه چی ددی جریان ډیر مهری د حامد کرزی حکومت خلګ تشکیلوی، کارپوهان وایی چی هغه د پخوانی ولسمشر سیاسی اردوګاه باندی نسبت ورکولای سو  او په همدی اساس، دا اخذ چی د نوی سیاسی حرکت تشکیل سره، پخوانی او نوی حکومتونه، عملا د یو بل په وړاندی قرار نیولی دی، بی بنیاده به نه وی.

البته ددی نه مخکی هم ددی دوو حکومتونو پاته شونو او سیاسی اردوګاوو مخامخ کیدنی شواهد او نشانی سته؛ خو ددی لپاره چی خپله کرزی د ښاغلی غنی حکومت رسولو کی ښه رول لوبولی وو او دواړه د یو طیف یعنی پشتنو څخه دی، دا تصور نه کیده چی د غنی او کرزی ښاغلو مخامخ کیدنه صورت ونیسی.

اوس ددی نوی سیاسی جریان تشکیل د ( محور مردم افغانستان ) ترنامه لاندی د حامد کرزی حکومت اصلی مهرو لکه داکتر دادفر اسپنتا او رحمت الله نبیل په حضور، داسی په نظر رسیږی چی د ریاست جمهوری ماڼۍ قدرت انحصار څخه رامنځته سوی سیاسی بحران لپاره، کرزی او ټیم یی هم د ارګ ماڼۍ په وړاندی دریدلی دی.

البته د ښاغلی غنی مخالف پرور سیاستونو ماسیوا، تحلیلګران، ددی سیاسی جریان تشکیل لامل په هیواد کی د سیاسی بحران لمن پراخیدل بولی؛ هغه بحران چی ورځ په ورځ پراخیږی؛ په داسی توګه د ملی وحدت حکومت حیات او هستی د ګواښ سره مخامخ کړی دی.

پوهان وایی چی په داسی فضا کی، نوی سیاسی جریان هم هڅه کوی چی د هر ډول سیاسی بدلون او تحول سره، خپل سهم د راتلونکی حکومت څخه په لاس راوړی  او په راتلونکی سیاسی قدرت بلامنازع سهامداره په حساب راسی.

دی مسایلو په توجه سره، د کارپوهانو په باور، د کرزی ټیم پوری اړوند نوی سیاسی جریان څرګندیدنه او نور تشکیلات او سیاسی ائتلافونه د اشرف غنی حکومت په وړاندی، په یو معنی، په افغانستان کی سیاسی بحران نوی سکانس بلل کیږی او شکاره کوی چی د ښاغلی غنی حکومت په یو ډول سره د سقوط لوری ته روان دی او د پاښلو په حال کی دی؛ همغه څه چی په اخیر کی سرور دانش؛ د ښاغلی غنی دوهم معاون هم هغه ته په صراحت سره اشاره وکړه او د راتلونکی خطرونو لپاره خبرداری ورکړ.

د شته شرایطو ته په توجه سره، څیړونکی خبرداری ورکوی چی جاری وضعیت د حکومت او خارجی ملاتړ کوونکو په ګټه نه دی او هغوی باید هرڅه ژیر د قدرت او سیاست لوړو برخو کی اساسی او پراخ اصلاحاتو باندی لاس پوری کړی؛ وضعیت ددی شکاره کوونکی دی چی حالت به یو بیرته نه ګرځیدونکی حالت ته واوړی.

https://avapress.com/vdchw-nzq23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته