دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 56442
له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په خاطر پر اوباما د واشنګټن پوسټ نیوکه
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په خپله سرمقاله کې، چې د ورځپاڼې لیدلوری دی، له افغانستانه د امریکايی پوځیانو پر ایستلو نیوکه کړې او اټکل یې کړی چې د دې کار په نتیجه کې به افغانستان یو وار بیا د ترهګرو لاس ته ولوېږي.

ورځپاڼې په پیل کې د اوباما او کرزي د تېرې جمعې د خبرو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې د امریکايي چارواکو له څرګندونو مالومېږي چې د اوباما حکومت غواړي چې د افغانستان ماموریت نور پای ته ورسوي.

اوباما د جمعې په ورځ له ولسمشر کرزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: په باثباته، د ملي حاکمیت خاوند او سوکال افغانستان کې، چې په نړیواله ټولنه کې مسوول او فعال رول ولري، امنیتي ځواکونه یې خپل هیواد په خپله وساتلی شي زموږ د ملي امنیت ګټې نغښتې دي.

خو واشنګټن پوسټ وايي، څه چې اوباما ونه ویل هغه دا دي چې د ده حکومت د امریکا دغو ګټو ته شا اړوي.

د ورځپاڼې په نظر له ۲۰۱۴ وروسته د باثباته او خوندي افغانستان لپاره پکار ده چې امریکا او متحدان یې په افغانستان کې دومره عسکر پرېږدي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې طالبان بیا هغه سیمې ونه نیسي چې په ۲۰۰۹ کال افغان او ناټو ځواکونو طالبان ترې وشړل.

واشنګټن پوسټ وايي، که طالبانو دا سیمې بیا ونیولې نو افغانستان به بیا په هغسي یوې کورنۍ جګړې کښېوزي چې په نوي یمه لسیزه کې ښکېل و او په نتیجه کې یې القاعده په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو لپاره ځالې جوړې کړې.

واشنګټن پوسټ له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا په ځانګړي ډول هوايي ملاتړ او دغه راز د استخباراتو او د ماینونو د شنډولو په برخو کې مرسته ډېره حیاتي بولي او وايي چې دا ډول مرستې د افغان امنیتي ځواکونو تحرک زیاتوي او دا توان ورکوي چې تهاجمي دریځ ولري.

ورځپاڼه لیکي، صرف اته میاشتې پخوا د امریکا او ناټو پوځي چارواکو اټکل کاوه چې په افغانستان کې به دېرش زره پوځیان پرېږدي چې شل زره یې امریکايي او لس زره د نورو هیوادونو وي څو د افغان ځواکونو د روزنې او د القاعده پر خلاف د تروریستي ضد عملیاتو ترڅنګ د افغانستان ماموریت تر بري ورسوي. خو له هغه وخته وروسته سپینې ماڼۍ په ډېره ارامۍ خپل دریځ بدل کړی، د جنرالانو خبرو ته یې غوږ نه دی نیولی او په افغانستان کې یې د ډېرو لږ پوځیانو د ساتنې پلان جوړ کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي: د اوباما د حکومت ملکي چارواکي له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یوازې د درو زرو یا تر دې هم د لږو پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي. تېره اوونۍ د ملي امنیت د سلاکار مرستیال خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې صفر ته د امریکايی پوځیانو د شمېر پر راوستلو هم غور روان دی.

خو واشنګټن پوسټ وايي چې که امریکا د خپلو پوځیانو شمېر درو زرو ته را ټیټ کړ یا یې تر دې هم لږ کړ نو په نتیجه کې به یې افغان امنیتي ځواکونه دفاع ته ځان چمتو نه کړای شي. له افغان ځواکونو څخه به سیمې طالبان لاندې کړي.

واشنګټن پوسټ د کرزي خبرو ته هم اشاره کوي چې ویې ویل په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو شمېر ورته مهم نه دی خو د ورځپاڼې په باور کرزی په دې پوهېږي چې د امریکايي پوځیانو شمېر ډېر مهم دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcir5aw.t1aq526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته