دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 263899
په افغانستان کې جوړ شوی نوی موټر په هېواد کې د لومړي ملي موټر په توګه په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو. په افغانستان کې د انتاب شرکت اجرایوي مشر محمدرضا احمدي وايي، دوی له پنځو کلونو راهیسې د «ماډا ۹» په نوم د دغه موټر پر ډیزاین کار کړی دی. د انجن پرته نورې برخې په افغانستان کې ډیزاین او تولیدیږي. د ښاغلي احمدي په خبره، دغه موټر د قطر په دوحه کې په نړیوال نندارتون کې د نندارې لپاره چمتو شوی او په منلو سره به یې زیات تولید ته ورسېږي.
اړيکه لرونکی فايل
https://avapress.com/vdcco1qio2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته