دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 94631
داودزی: په هلمند کې د جګړې د غزیدو لامل دا دی چې افغان ځواکونه پرمختللي پوځي وسایل نه لري
د کورنیو چارو وزیرعمرداودزي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي، په هلمند ولایت کې د جګړې د غزیدو لامل دا دی چې افغان ځواکونه پرمختللي پوځي وسایل نه لري.
ښاغلي داودزي ويلي، افغان ځواکونه په هلمند ولایت کې اوسنۍ جګړه په ډیرو کمو امکاناتو پرمخ وړي.
هغه ويلي، اوس مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره سم وخت نه دی، ځکه چې افغان ځواکونه لاهم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د ښاغلي داودزي په وینا د هلمند جګړه د پاکستان د استخباراتو له خوا پرمخ وړل کیږي.
د افغانستان ولسي جرګې نن د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د کورنیو چارو وزرات امنیتي معین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته ځکه وربللي چې؛ د هغوی په وینا د هلمند په وروستیو جګړو کې یې په سمه توګه کار نه دی کړی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6ino.49nye1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته