د افغانستان ولسمشر حامد کرزي رجب طيب اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برياليتوب مبارکي وويله.
د ارګ له يوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر کرزي اردوغان ته د مبارکۍ په پيغام کې ده او د ترکيې ولس ته د افغانستان د خلکو په استازيتوب نېکې هيلې وړاندې کړي دي.
ښاغلي کرزي له افغانستان سره په تېرو ديارلس کلونو کې د ترکيې د مرستو مننه او د دوو هيوادونو د اړيکو د لا پراختيا غوښتنه کړې ده.
رجب طيب اردوغان، چې د ترکيې صدراعظم و، د يکشنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شاوخوا ۵۲ فيصده رايې وګټلې.
ده ويلي، چې د ترکيې په اساسي قانون کې به بدلون راولي او واک به ولسمشر ته ولېږدوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)