دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 114560
5 تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کاپیسا، کندهار او ارزګان ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۵ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcce0qsx2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته