دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 97588
معنوي: که د رایو د ابطال په روانه پروسه کې مو غوښتنې ونه منل شي، د رایو د تفتیش بهیر به تحریم کړو
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه تخنیکي مسول فضل احمد معنوي ګواښ وکړ، چې که د رایو د ابطال په روانه پروسه کې د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، د رایو د تفتیش بهیر به تحریم کړي.
ښاغلي معنوي نن د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ټیم د رایو د باطلیدو پربهیر یو شمېرملاحظې لري، چې باید ترسبا سهاره پورې ومنل شي.
د نوموړي په خبره دغه ملاحظات د رایې د پاڼو په تاویدو، صندق ته د څو رایو پاڼو په یوځای لویدو، د ناامنه محلونو په رایو او په رایو پاڼو کې د یو شان ټک مارکونو یا نښو په اړه دي.
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور بیا وایي، چې دواړو کاندیدانو له دې وړاندې د رایو د ابطال په کړن لارې موافقه کړې ده.
ښاغلي نور هیله وښوده، چې د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم د غوښتنو موضوع به هم تعقیب کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8o.jh8fvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته