د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت دعامې روغتيا وزير او په کابل کې د ايټالياسفير د مالي مرستو يوسند نن لاس ليک کړ چې له مخې يې ايټاليا هيواد د افغانستان د روغتيايي خدمتونو د ودې په برخه کې دوه ميليونه امريکايي ډالره لګوي.
دغه مرسته په ځانګړې توګه په کابل کې د استقلال د روغتون د خدمتونو او په هرات کې د امبولانس د خدمتونو د ودې په برخه کې په مصرف رسيږي.
د استقلال په روغتون کې ددې مرستې په مټ د تشخيصيه مرکز، لابراتوار ، د ښځو د سينې سرطان د آزمايښت، د بيړنيو مراقبتونو، د پلاستيکي جراحی او د فزيوتراپي څانګو لپاره د طبی او غير طبی تجهيزات آماده کيږي او همدا راز ددې روغتون د طبی پرسونل د ظرفيت د لوړولو لپاره روزنيز پروګرامونه پلي کيږي.
همداراز ددي مرستي بله برخه د هرات ولايت د امبولانس خدمتونو د ودي او پراختيا په برخه کې لګول کيږي چې په هغې کې د اسلام قلعه، روبات سنګي او کروخ په لويو لارو کې د امبولانس د دريوو سب استيشنونو جوړول شامل دي چې په طبی او غېر طبی تجهېزاتو به سمبال کړل شي او د هغې د پرسونل د ظرفيت د لوړلو په خاطر روزنه ورکړل شي.
د افغانستان دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د ايټاليا د هيواد له دې مرستې څخه مننه وکړه او د افغانستان د روغتيايي سکتور په برخه کې د ايټاليا مرستې يې د قدر وړ او ګټورې وبللي او پر دوام يې ټينګار وکړ.
د عامې روغتيا وزير وويل: د ايټاليا هيواد دغه مرسته زمونږ دهغې ژمنې د پلي کولو په لړ کې کيږي کوم مونږ خلکو ته ژمنه کړې وه چې د روغتونونو روغتيايي خدمتونو ته به وده ورکو. د اټياليا پدې مرسته به مونږ د استقلال روغتون کې يو داسې تشخيصيه پرمخ تللي مرکز ولرو چې په کې بيلابيل آزمايښتونه په شمول د سينې د سرطان ترسره شي.
په ورته وخت کې د ايټاليا سفيږ ښاغلي لوشينا پيزوتي (Luciana Pezzoti) د افغانستان د روغتيا په برخه کې د خپل هيواد له دغې مرستې څخه خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چې د ايټاليا هيواد مرستې به د افغانستان حکومت او خلکو سره دوام ولري.
يادونې وړ ده چې مخکې لدې ايټاليا هيواد ۲ ميليونه امريکايي ډالره د استقلال روغتون د خدمتونو او د هرات ولايت د امبولانس د خدمتونو د ودې په خاطر لګولې وه چې دغه نوې مرسته ددغو پروژو د لا غښتلتيا او پراختيا لپاره شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)