دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 122314
جنرال دوستم:د ملي وحدت له حکومت سره مې پریکون نه دی کړی
دافغا غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، هغه اوازې ناسمي دي چې ګڼې ده د ملي وحدت له حکومت سره مقاطعه کړې ده.

ښاغلي دوستم نن د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال که څه هم وویل چې ځيني انتقادونه لري، خو له حکومته د لېرې کیدو راپورونه یې رد کړه.

جنرال دوستم زیاته کړه:

"ځيني خلک وایي چې جنرال دوستم له حکومته ګوښه شوی او یا یې فاصله نیولې. زه به څنګه ګوښه شم او څنګه به لېرې ولاړ شم. دولت زموږ دی، موږ یې زحمت ګاللی او مایې په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی."

له دې مخکې د ځینو رسنیو راپور ورکړ چې عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو خوابدی دی او ان د نوموړي له خوا د حکومت د تحریمولو راپورونه هم خپاره شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizraz5t1arp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته