دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 99699

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما له سلاکار جان پودیستا سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي جان پودیستا دافغانستان د منتخب جمهور رئیس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وویله.
د جمهور رئیس اوباما سلاکار د افغانستان له نوي حکومت سره د امریکا د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
د افغانستان جمهور رئیس د ده د لوړې په مراسموکې د ښاغلي جان پودیستا د ګډون او په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د افغانستان د حکومت له لارې ترسره شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhmeh.uqehhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته