دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 263083
د ایران د مرکزي ولایت محلات ولسوالي د کډوالو یوې ډلې د تبیان د مرکز د قم نمایندګۍ په دفتر کښې د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري له عمومي رئیس سره وکتل. د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو مرکز او د آوا له هڅو څخه یې مننه وکړه او د دوی د ستونزو د حل په موخه یې د تبیان مرکز له مسؤلینو او د هغه د تعقیب او هڅو ستاینه وکړه. حسینې مزاري په دې کتنه کې د ګوندونو او سازمانونو د موجودیت فلسفه څرګنده کړه او ویې ویل: په اصل کې د سازمانونو اصلي فلسفه د خلکو لپاره کار کول دي او ګوند د خلکو د خدمت لپاره رامنځته کیږي.
https://avapress.com/vdch6xnix23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته