دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 100589
د فراه په مرکز کې د دریېو ښځو جسدونه موندل شوي دي
د فراه چارواکي وايې چې تیره شپه د دریو ښځو جسدونه د دې ولایت په مرکز کورجي کې موندل شوې دي.
د دې ولایت دوالې ویاند جاوید افغان ازادي راډيو ته وویل، چې تراوسه ددۍ میرمنو د وژل کیدو انګیزه معلومه نه ده خو زیاته یې کړه، چې دغه میرمنې څه موده وړاندې له کوره تښتیدلې وې.
په وژل شوو میرمنو کې دوه د فراه او یوه د هرات اوسیدونکې ده.
ددې میرمنو عمرونه د پنځه ویشتو او دیرشو کلونو ترمنځ دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivuaz3t1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته