شین هوا خبري آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسی جرګې اداري پلاوي غړو دکابل واشنګټن دامنیتي تړون متن، دمادو دڅیړلو لپاره د افغانستان د پارلیمان اتلسو کمیشنونو په غړو کې ویشلو خبر ورکر خو ددې په ترڅ کې ئې ویلی دي چې دغه تړون روښآنه لرلید نه لري.
دافغانستان دولسی جرګې منشي سید اکرم پرون کابل واشنګټن دتړون له لاسلیک کیدو وروسته په دغه هیواد کې دناکراریو په زیاتیدو په نیوکوسره په ولسی جرګې کې ددغه تړون تصویبیدا په افغانستان کې دامنتی له تامینولو ته دامریکا له جدي پام سره مشروطه وبلله.
اکرام په دې خبرې په ټينګار سره چې دافغانستان دولسي جرګې اداري پلاوی دافغانستان دامنیت تامینولو لپاره دامریکا په جدي توجه ټينګار کوي وویل دپارلیمان استاذي دافغانستان دپولو دفاع او دامنیت تامینول له امریکا او ناټو سره دامنیتي تړون دلاسلیک کیدو اصلی موخې ګڼي او ددغه تړون له لومړنیو لاسلیک کیدو وروسته دناکراریو او دافغانستان پر خاورې دپاکستان له لورې توغندوي بریدونو زیاتیدا سخته رټي.
سید اکرام هم داراز زیاته کړې دولسی جرګې استاذي له امریکا اوناټو غړو هیوادونو غواړي چې دافغانستان له امنیت سره په رابطه کې دې جدي پام وکړي څو دغه تړون دافغانستان دولسی جرګې له خوا هم تصویب شي.