دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 101631
دافغانستان ولسمشر، پر قضایی اصلاحاتو ټینګار وکړ
دافغانستان  ولسمشر، محمد اشرف غنی، د دی  هیواد په  قضایی  برخه کی، پر  لازیاتی  پاملرنی  او پانګونی  ټینګار وکړ  او ویی  ویل ؛ دولت  په دی  زمینه کی، یولړ پروګرامونه  لری.
د خامه  پرس  د ویب سایټ  د رپوټ په اساس، اشرف  غنی  پرون؛ دافغانستان  د بشری  حقوقو د خپلواک کمیسیون د غړیو سره  په  کتنه کی، د هیواد د قضایی برخی، په  تیره بیا  د ښځو د حقوقو د مسئلی  د اصلاح کیدو په  ضرورت، ټینګار وکړ .
دافغانستان  د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون  مقامونو هم، هیله  وکړه چی، د قضایی  اصلاحاتو په  اجراکیدو سره، د افغان  میرمنو  وضعیت؛ ښه  والئ  ومومی .
له دی  وړاندی هم، دافغانستان  ؤلس مشر، دکابل  محبس؛ بندیانو ته  په  خطاب کی وویل: که  بی ګناه  اوسئ، او محکمه کی ستاسو بی ګناهی ثابته شی؛ د حیثیت د اعاده کولو حق لرئ، او دولت باید له تاسو څخه  معذرت و غواړی .
اشرف غنی  زیاته کړه: دغه  وضعیت د زغملو نه  دئ چی، یو شمیر کسان؛ د پولیسو، څارنوالانو، او قاضیانو د اشتباهګانو له کبله، بیدیان شی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchxznzz23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته