دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 104502
دافغانستان ؤلس مشر، اشرف غني هرات ته رسيدلی

دافغان رسنیو د رپوټ له  مخی، ؤلس مشر، اشرف غني، د يوه ۵۰ کسيز پلاوي په مشرۍ هرات ولايت ته ورسيد. په دغه پلاوي کې له نوموړي سره، د امنیتي وزراتونو، پوهنې، عامې روغتيا، اوبو او برېښنا وزراتونو سرپرستانو تر څنګ، يو شمېر د هرات وکيلان هم شامل دي.
اشرف غني هرات ته په داسې مهال سفر کوي، چې دوه ورځې وړاندې سيد فضل الله وحيدي  د جمهور رييس په حکم سره د ولايت له مقام نه ګوښه  شوی دئ .
ټاکل شوې، چې جمهور رييس به  د هرات خلکو سره ليدنه ولري، او د شينډنډ ولسوالۍ يو شمېر استازي غواړي، چې دغه ولسوالۍ ته د ولايت تر کچې ارتقا ورکړي او په دې هکله، جمهور رييس ته  پیشنهاد وړاندې کړي.
د ؤلس مشر  په توګه دا لومړنی سفر دئ، چې اشرف غني يې هرات ولايت ته تر سره کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvknzi23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته