په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ اوملي امنیت ځواکونود ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار، بدخشان، کندهار، میدان وردک،غزنی او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۹ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)