دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 104679
استرالیا وايي، په افغانستان کې ۴۰۰ پوځیان پرېږدي

تاند- د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پرون وویل، په داسي حال کې چې امریکا او ناټو رسماً له ۱۳ کلونو وروسته په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ، استرالیا به د افغانستان د حالاتو څارلو ته دوام ورکړي.
د استرالیا د باندنیو چارو وزیرې جولیا بیشوپ په عین حال کې په سیمه کې د ناکرارۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه.
اغلې بیشوپ د استرالیا اې بي سي تلویزیون ته وویل چې افغانستان د نړۍ هغه برخه ده چې زیاته ناکراري او تشدد یې لیدلی دی.
له بلې خوا د استرالیا سکای نیوز وویل چې استرالیا به په افغانستان کې د ناټو په نوي ماموریت کې، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د غوڅ ملاتړ په نوم د پنجشنبې له ورځې پیلېږي، ۴۰۰ پوځیان پرېږدي.
د وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې افغان امنیتي ځواکونه به له طالبانو سره جګړې ته یوازې پرېښودل شي او د ناټو د غړیو له لوري پرېښودل کېدونکي ځواکونه به د افغان ځواکونو په روزنې او تروریستي ضد چارو تمرکز وکړي.
د ځینو امریکايي چارواکو له څرګندونو داسي ښکاري چې دوی یوازې القاعده ته تروریزم وايي او دغه راز یې ویلي چې پر طالبانو به یوازې هغه وخت برید وکړي چې پر دوی یې حمله وکړي.
د این بي سي د راپور پر اساس د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د جنګي ماموریت د پای ته رسولو په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې به ۱۸۰۰۰ بهرني پوځیان پاتې شي چې د هغو له منځه به ۱۰۶۰۰ امریکایان وي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او هیواد ساتنې ته تیار دي.
اتمر په عین وخت کې وویل جې افغانستان دا مني چې لا هم د نړیوال ايتلاف ملاتړ ته اړتیا لري.
استرالیا پخوا په اروزګان کې شاوخوا یو نیم زر پوځیان لرل چې وروسته یې وایستل.

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccm0qso2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته