د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د ګیانی ولسوالی د کینه ګژی کلی له اړوندو سیمو څخه د حقانی ترهګری ډلي د ځانمرګو واسکټونو د جوړیدو، د چاودیدونکو توکو، د ماینونو، وسلو او مهماتو ۳ پټنځایونه کشف او:
- ۱۳ عدد ځانمرګي واسکټونه.
- ۱۶ میله د RPG ۷ راکټ انداز.
- یو میل ۸۲ ملی متری توپ.
- یو میل دهشکه له ۲ عددو فالتو میلونو سره یې.
- یو میل زیکو یو له ۱۰ عددو شاژورونو سره یې.
- ۵ میله پیکا.
- ۵ میله کلاشینکوف.
- یو میل ټی ټی تفنګچه له ۲ عددو شاژورونو سره یې.
- ۷۰ کړۍ ماینونه.
- ۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي.
- ۲۴ بکسي د دهشکي مرمي.
- ۳۸ بکسي د زیکو یو مرمي.
- ۵۰ عدد د ریموت کنترول تختونه.
- ۴۷ فیره د هاوان مرمي.
- ۹ فیره د راکت انداز مرمي.
- ۵۰ عدده د هاوان سرګلولي.
- ۲۳ عدده پرتلي.
- یو عراده موتر سایکل.
- ۲ پایي ایکم ډوله مخابري.
- یو پایه د فلمبرداری کمره.
- په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو مهمات او پوځي تجهیزات، چې د ځانمرګو بریدونو، ترهګریزو او ورانکارو کړنو او ماین خښوونې په موخه په نوموړی سیمه کې ځای پر ځای کړي وي تر لاسه کړي دي.
د پیښي په اړوند د حقانی ترهګری ډلي ۳ تنه ترهګر هم نیول شوي دي.
د یادو پټنځایونو کشفیدل د دښمن پر وړاندې د ۱۳۹۴ لمریز کال د پیل یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د یادو مهماتو په کشفیدو سره په پکتیکا ولایت کې د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو مخه ونیول شوه