دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 109450
جا‍پان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته کوي
د جاپان حکومت اعلان وکړ چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرام ملاتړ لپاره يې ۵/۳ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) له خوا لګول کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، دا مالي مرسته په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او اړوندو مسايلو په برخه کې لګول کېږي، خو د پيسو د لګښت د وخت په اړه يې اشاره نه ده کړې.
د خبرپاڼې په وينا، دغه پيسې د افغانستان د سرحدونو د پياوړتيا، له ګاونډيو هېوادونو سره د سرحدي همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي بنسټونو د ظرفيت لوړونې، د پنبې او ګلونو کر، د حاصل لرونکو اسانتياوو، د روږدو کسانو په درملنه کې لګول کېږي.
د جاپان سفارت په افغانستان کې د نشه يي توکو د اغېز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې دغه پديده د هېواد او سيمې لپاره يو سخت امنيتي خطر دى.
د ملګرو ملتونود نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د تازه معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د کوکنارو د کښت په کچه کې اووه سلنه لوړوالى راغلى، په ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کې کرل شوي چې د توليد په کچه کې يې هم ١٧ سلنه زياتوالى راغلى او ٦٤٠٠ ټنو ته رسېږي.
د جاپان سفارت ويلي چې له ١٣٨٠ کال راهيسې يې تر ننه پورې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د کړو مرستو کچه ٧٨٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceno8z7jh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته