ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د هرات ولایت په اړوندو برخو کې د یو لړ بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه ترهګر هر یو:
- ملا غوث الدین د طالبانو د ډلې غړی چې د هرات ولایت په رباط سنګي سیمه کې د عشر او ذکات په راټولولو او په ناقانونه توګه له سوداګرو او عامو وګړو څخه د پيسو او حق پر اخستو مشغول وو.
- د محمد او عبدالغني په نامه دوه تنه صرافان چې د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او له طالبانو سره یې په مالي او د پیسو د لېږد را لېږد په برخو کې مرسته کوله. دوی پلان درلود (دوه سوه څلور نوي زره) پاکستانۍ کلدارې د شینډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملا جمیل ته وسپاري.
- او غلام نبي یو تن د هرات ولایت د اولې ناحیې اوسېدونکی چې هوډ یې درلود د هرات ولایت له بندخونې سره په څو مترۍ فاصله کې د بندیانو د تېښتې په موخه تونل وباسي؛ نیولي دي.
له دې سره د ملي امنیت لوی ریاست کارکوونکو د فاریاب ولایت دوه تنه اوسېدونکي چې د هرات بادغیس د لویې لارې په اوږدو کې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوندو برخو کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو ددوی له منګولو خوشي او خپلو کورنیو ته یې وسپارل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)