د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع، لوړو زده کړو، مالیې، فواید عامې اود نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارتونو ، د ملي امنیت د عمومي ریاست، د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند ۱۱ قراردادونه له ارزولو وروسته تصویب اوځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د تجهیزاتو، د چمتلې ساحې د برېښنا سب اسټېشن ډیزاین او پراختیا، په ننګرهار ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره د کمپلکس جوړول، د مرکز د لیلیو او د کادري روغتونونو د اعاشوي موادو برابرول، د ۲۰۳ میوند قول اردو اعاشه، د ملي امنیت د عمومي ریاست او مالیې وزارت د تېلو تدارک، د پاسپورټ چاپ، د تاجایي د عوایدو اجاره او همدارنګه له میدان ښار څخه تر بامیانو پورې د لویې لارې د قیر پلنوالی او د کیفیت لوړولو د برخې قراردادونه تصویب شو.
جمهور رئیس غني د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د اړوندو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژو تطبیق او د هغو د اجرا کېدو د بهیر څارنې ته جدي پاملرنه وکړي او د پروژو د کاري پرمختګ راپور برابر کړي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په اونیزو غونډو کې د امنیتي او ملکي بنسټونو اړوند ۲۳۰ قراردادونه چې ساختماني پروژې، اجناس او خدمات په کې شامل دي، د ۴۶ملیارده افغانیو په ارزښت تصویب شوي، چې د اکثرو پروژو کار د اړوندو بنسټونو له لوري پیل شوی دی.
په دغه غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو هم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)