دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 119429
د امنیت شورا: د کندز د حقیقت موندنې راپور تر څیړنې لاندې دی
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن یکشنبې ازادي راډيو ته وویل چې دا راپور تر اوسه تر غور او څیړنې لاندې دی.

د کندز د سقوط د حقیقت موندنې پلاوي د شنبې په ورځ له رسنیو سره خپل راپور شریک کړ چې په یوه برخه کې یې د ملي امنیت د شورا څو برخې کیدل او ساختاري پيچلتیاوې د کندز د سقوط اساسي علت بلل شوی دی.

یوه ورځ وروسته تر دې چې د کندز د سقوط د څیړلو لپاره ګمارل شوي پلاوي خپل موندنې له رسنیو سره شریکې کړې، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایې، ډير ژر به د دغو موندو په اړه خپل اقدامات وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې مشخصاً و نه ویل چې څه ډول اقدامات به وشي خو زیاتوي چې دولت به په خپلو اقداماتو او اصلاحاتو کې د حقیقت موندنې د پلاوي وړاندیزونو ته پام وکړي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان دولت د کندز ولایت د حقیقت موندنې د هیئت د کار قدرداني کوي او دولت به په نژدې راتلونکي کې خپل پلان د افغانستان له ملت سره شریک کړي خپل د اقداماتو او اصلاحاتو پلان.

البته د دوی راپور اوس تر غور لاندې دی،په دې پلان کې به د دوی وړاندیزونو ته توجو کیږي."

د کندز د حقیقت موندنې پلاوي په خپلو موندنو کې د ملي امنیت شورا پر کمزوري فعالیت او جوړښت انتقاد کړی دی.

پلاوی وایې چې د ملي امنیت شورا ترکیب زیات دی چې دا مساله پر مهمو پيښو د تصمیم نیولو لپاره ډیر وخت نیسي او په ورته وخت کې یې په شورا کې د بې پروایې روحیه پیاوړې کړې ده.

د حقیقت موندنې پلاوي یاد مسایل د کندز د سقوط له اساسي عواملو څخه بللي او دولت ته یې په خپله سپارښتنه کې د ملي امنیت شورا په جوړښت کې د بدلون پیشنهاد کړی دی.

د دغه پلاوي رییس امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې همدا رنګه د خاکستري ډلې یادونه کوي چې په وینا یې له مرکزه د ځینو کړیو له خوا حمایه کیږي او د یوې کمزورې سیمه ییزې ادارې څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د نوموړي په باور دا هغه ډله ده چې د دولت مخالفت نه کوي خو په یو نه یو ډول د طالبانو لاس ته د کندز د لویدو لامل و ګرځیدله.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډې ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د هغو کاري تشو د لېرې کولو سپارښتنه کړې چې په همدې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

ښاغلی صدیقي وايي:

"موږ د پلاوي د موندو په رڼا کې ژمن یو چې تشې ډکې کړو او ستونزې حل کړو او هره نیمګړتیاوې یا ستونزه چې موږ په کندز کې درلوده، هغه باید لېرې شي.دا پولیسو ته د کورنیو چارو وزیر دستور و."

په همدې حال کې د چارو کارپوه محمد یونس فکور د کندز د پيښې د حقیقت موندنې پلاوي د سپارښتنې عملي ضروري بولي او وایې چې که حکومت د ملي امنیت په شورا او نورو برخو کې اصلاحات را نه ولي نو لېرې نه ده چې نورې سیمې هم د مخالفینو لاس ته سقوط وکړي.

ښاغلي فکور زیاتوي:

"که دوی اصلاحات را نه ولي. نه یوازې په امنیت شورا کې بلکې د حکومت دارۍ په برخه کې.

خصوصاً د امنیت شورا په مېکانېزم او ډول کې، زه فکر کووم موږ به له نورو مشکلاتو سره مخامخ شو او خدای مکړه نور ولایات به هم سقوط وکړي."

خو د چارو بل کارپوه جاوید کوهستاني بیا د ناسمو جوړښتونو خبره ردوي او وایې چې د بېلابېلو دولتي ادارو ترمنځ نه همغږۍ په هېواد کې د امنیتي ستونزو د ډيرېدو اساسي لامل دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59b89rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته