دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 121317
ولسمشر غني د څلورو ختیځو ولایتونو له استازو سره د خبرو لپاره ننګرهار ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څلورو ختیځو ولایتونو له بېلابېلو استازو سره د لیدنې او خبرو په هدف ننګرهار ته رسیدلی دی.

 له همدې امله به په جلال اباد کې جوړې شوې غونډې ته د څلورو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ولایتونو، سیمه ییز چارواکي، قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان رارسېدلي دي.

ښاغلی غني په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو څخه د نا کرارییو په ځانګړي ډول د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدلو راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې دغه نا امنۍ د کابل - جلال اباد امنې لویې لارې ته هم راغځېدلي او اوس د پخوا په شان خلک تر مازدیګر ورسته په ډاډه زړه سفر ته زړه نه ښه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca66n6049nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته