دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 124909
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ اولسون سره د ملي امنیت شورا په مقر کې وکتل.
په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، افغانستان ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر اغېزو او د بروکسل او وارسا کنفرانسونو لپاره د افغانستان د دولت پر چمتووالي خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کېري سفیر مثبت و ارزاوه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا په برخه کې یې بل مهم ګام وباله. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغان دولت به د لوړې کچې یو شمېر مهمې ګومارنې په نژدې راتلونکې کې ترسره کړي. د ملي امنیت سلاکار همدا راز زیاته کړه، چې افغان دولت د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره د متحدو ایالتونو په ګډون د ټولو نړېوالو متحدینو همکارۍ ته ضرورت لري او په دې لاره کې مشترکې او دوامدارې هلې ځلې اړینې بولي. د ملي امنیت سلاکار امریکایي لوري ته ډاډ ورکړ، چې هېواد یې د بروکسل او وارسا د راتلونکو کنفرانسونو لپاره پوره تخنیکي چمتووالی لري او هیله یې وښوده چې متحد ایالتونه به په دې کنفرانسونو کې د افغانستان د لومړیتوبونو او برنامو ملاتړ وکړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ اولسون د سیمې او نړۍ له یو شمېر مهمو هېوادونو سره د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د اړیکو پراختیا وستایله او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد یې د سولې د برنامې د بریالیتوب لپاره هڅې کوي. د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي و ویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې دنړېوالې ټولنې د لازیاتو مرستو او تعهداتو د ترلاسه کولو لپاره همکاري وکړي.

په دې لېدنه کې په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ښاغلي دوکتور حمدالله محب او په کابل کې د متحدو ایالتونو لوی سفیر ښاغلي مایکل مېکېنلي هم ګډون درلود.
سرچينه : سید حبیب
https://avapress.com/vdcawyn6o49nuo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته