دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 125256
د کندز ښاریان:یو شمېر ډېرې هټۍ د هوا له تیاره کېدو څخه مخکې تړل کېږي
د کندز ښاریانو په خپل ښار کې د ناامنۍ په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د ناامنیو له زیاتوالي او د طالبانو له ګواښ څخه وروسته د دغه ښار ډېری هټۍ او د سوداګرۍ ډېری مرکزونه د هوا د تیاره کېدو څخه وړاندې تړل کېږي.
کندز ښار د زرګونو اوسېدونکو له لرلو سره سره له اوو ورځو ناامنیو وروسته په دې توګه چوپ ښکاري.
د ښار په مرکز کې کوڅې او واټونه تشې ښکاري او کورونه هم تر ډیره له خلکو خالي دي.
جبار چې د هټیو ساتونکی دی وايي چې د هټیو په ژر بندېدو سره د هغه مسؤولیتونه هم زیات شوي دي.
په دې شپو کې هر څوک چې وغواړي د توکو د پيرودلو لپاره ښار ته ولاړ شي ښايي تش لاس کورونو ته ستانه شي.
د ریکشا چلونکی عبدالودود د شپې تر ناوخته په کوڅو او فرعي لارو کې د سپرلۍ په لټه کې دی ترڅو یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
د کندز ښار هټیوال او اوسېدونکي له دغه وضعیته ستومانه شوي دي.
په همدې حال کې د کندز امنیه قومندان محمدقسیم جنګل باغ وايي:"د دې لپاره تړل کېږي چې د ښار په شاو خوا کې جګړه ده او د درنو وسلو یو یو غږ هم اوري له همدې امله خپلې هټۍ مخکې تړي. له هغې څخه پرته زه تاسو ته ډاډ درکوم. چې کومه اندېښنه مه لرئ.ټول ښار د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی".
تېر کال هم د طالبانو لخوا د کندز ښار د سقوط له امله د دغه ښار ډېری اوسېدونکو او سوداګرو ته زیانونه ورسېدل.
https://avapress.com/vdcgnn9q3ak9xx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته