دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 125686
دامریکا دکانګرس ځینو غړیو دپاکستان په سیاستونو نیوکه وکړه .
دامریکا دکانګرس ځینو غړیو دپاکستان په سیاستونو نیوکه وکړه .
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا په ولسی جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند غړی میرمن ایلنا رز لاتینن چې له پاکستان سره دامریکا دمالی مرستو ترټولو سخته مخالفه ده وړمه ورځ د ولسی جرګې غونډې ته وویل دطالبانو ډله په ازادۍ سره په پاکستان کښې ترهګر عملیات کوی ځکه چې پاکستان په خپله خاوره کښې د طالبانو پرضد له اقدام کولو ډډه کوی .

دامریکا دکانګرس ګوند دغه ښځینه غړی پاکستان دترهګرو حملو په ترسره کولو کښې دطالبانو د بریالیتوبونو نیغ په نیغه مسوول وباله او ویې ویل که چیرې ټاکل شوی وی پاکستان ته دامریکا لخوا دمیلیارډونو ډالرو ورکول دامریکا دګټو پرضد استعمال شی نو پاکستان ته د امریکا د مرستو ورکول به پوښتنه رامینځته کونکی وی .

دامریکا د ولسی جرګې د کانګرس بل غړی ډانا راهرا باچر چې د ریپبلیکن ګوند غړی دی هم ادعا وکړه چې پاکستان د هندوستان په شمول دځینو ګاونډیو هیوادونو پرضد د ترهګرو اقداماتو ملاتړ کوی .

دامریکا د کانګرس یو شمیر نورو استازیو هم په تیرې پنجشنبې ورځې غونډې کښې دپاکستان پرضد یو شمیر تورونه ولګول او ویې ویل پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ترهګرو ډلو ترمینځ فرق او توپیر ته قائل دی .

د ویلو ده چې دامریکا دکانګرس دریپبلیکن ګوند غړی په سیمه کښې دپاکستان په ځینو سیاستونو په نیوکه کولو سربیره په پاکستان دایف شپاړس جنګی الوتکو د خرڅولو هم سخت مخالف دی .

https://avapress.com/vdcdjk0f9yt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته