دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 126092
په ښوراک کي ( ۷ ) دولت ضد وسله وال وژل سوي دي .
په کندهار کي پوليس چارواکي ادعا کوي چې د دې ولايت په سرحدي ولسوالۍ ښوراوک کي يې هغه ( ۷ ) وسله وال وژلي چي تازه دمه د ډورنډ د کرښي له ها غاړي را اوښتي وه او دلته يې پر سرحدي پوليسو حمله وکړه .

په کندهار کي پوليس چارواکي ادعا کوي چې د دې ولايت په سرحدي ولسوالۍ ښوراوک کي يې  هغه  ( ۷ ) وسله وال وژلي چي تازه دمه د ډورنډ د کرښي له ها غاړي  را اوښتي وه او دلته يې پر سرحدي پوليسو حمله وکړه .

د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې چې سرحدي پوليسو د هغوی سره سخت مقاومت وکړ چي په نتيجه يې کې ياد وسله وال ووژل سوه او د وسله والو په ډزو کي يو سرحدي پوليس هم ټپي سوی دی .

د دراني په وينا چي د وژل سويو وسله والو جسدونه هم دوی ته پاته سوي دي .

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .


https://avapress.com/vdcf1vdy0w6d0xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته