دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 126272
غني: طالبان او دحقاني شبکې غړي په ازاده توګه پاکستان کې فعالیت کوي
ولسمشرغني په لندن کې دروسیې څیړنیزې موسسې کې د وینا پرمهال په کلکه له پاکستان څخه نیوکه وکړه اوویې ویل چې د غه هیوادکې طالبان اودحقاني شبکې غړي په ازاده فعالیت کوي.

ولسمشرغني په لندن کې دروسیې څیړنیزې موسسې کې د وینا پرمهال په کلکه له پاکستان څخه نیوکه وکړه اوویې ویل چې د غه هیوادکې طالبان اودحقاني شبکې غړي په ازاده فعالیت کوي.

ښاغلي غني په لندن کې د روسیې په څیړنیزې موسسې کې د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې طالبان او حقانې شبکه په آزاده توګه د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي او په ښکاره ډول تجهیزیږي. نوموړی وایی چې د افغانستان حکومت هڅه کړي څو د پاکستاني طالبانو مشران په خپله خاوره کې تر برید لاندي راولي. خو په مقابل کې پاکستان یو مورد هم نده ښوولی چې د طالبانو او حقانې شبکې پر ضد یی ګام اوچت کړی وي. خو له دي سره سم پاکستاني چارواکي وایي دغه هیواد به هیڅکله په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات ترسره نکړي.

ولسمشرغني په لندن کې دروسیې څیړنیزې موسسې کې د ویناپرمهال په کلکه له پاکستان څخه نیوکه وکړه اوویې ویل چې د غه هیوادکې طالبان اودحقاني شبکې غړي په ازاده فعالیت کوي اواسلام اباد د دغو ډلوپرضدهېڅ کړنې نه ترسره کوي.

ولسمشرغني وايي چې دکابل دپرلپسې غوښتنوسربیره، اسلام اباد تراوسه دطالبانو پرضدهیڅ ګام نه ده اوچت کړی.

ولسمشرغني ټینګارکوي چې کابل هڅه کړې څوهغه پاکستاني طالبان چې دهغه هیواد دپوځي عملیاتوله امله له افغانستان ته تښتیدلي ،په نښه کړي ، خودپاکستان له حکومت څخه دغه پوښتنه مطرح کوي.

ایا دپاکستان دولت تراوسه یوځلې دطالبانواوحقاني شبکې دپه نښه کولوپه موخه رپوټ خپورکړی ؟ ایا ددوی دژوندکولوځای ورته معلوم نه دی؟ ایاپه علني ډول نه راټولیږي اویاهم علني ډول سرتیري نه ګوماري؟ ایا په ښکاره دوی ته وسلې اوتسلیحات نه رسیږي؟

ولسمشرددغوپوښتنوله مطرح کولو وروسته ، خبریالانوته وویل

ددغوښتنولپاره دځواب موندل له تاسوخبریالانوسره دي . که چیرې نشاني اوادرس وغواړﺉ موږ یې په ډیرې لیوالتیاسره ستاسې په واک کې درکوو.

خویوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي ، دهغه هیوادرسنیوته ویلي چې اسلام اباد به هیڅکله هم دغه هیوادکې دافغان طالبانو پر ضدعملیات ترسره نه کړي.

پاکستان په خپله خاوره کې دافغان طالبانوپرضددهرډول پوځي کړنې له ترسره کولومخکې ، باید څوځلې په دې اړه فکروکړي .

ځکه هرډله چې پاکستان پوځي ډول په نښه شي ، دافغانستان داستخباراتي ادارې لخوایې ملاتړکیږي .

دغه خبرې په اسلام بادکې دافغانستان سفیرله غبرګون سره مخ شوې.

ددغه هیوادپه خاوره کې دپاکستاني طالبانوجوړول ، دپاکستان دسیاستونوپایله ده ، چې تراوسه سیاسي موخوته د رسیدولپاره دغه سیاست دوام لري.

له دې وړاندې دپاکستان دملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزهم ویلي وو چې دطالبانو پرضد پوځي ټاکنه اغیزمنه نه ده .

داپه داسې حال کې ده چې افغانستان ، امریکا، چین اوپاکستان دسولې په څلوراړخیزه غونډه کې هوکړه کړې وه ، هغه طالبان چې دسولې خبروته حاضرنشي، پروړاندې به یې له پوځي ټاکنې کارواخیستل شي.


https://avapress.com/vdcfevdy0w6d00a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته