دخپریدو نیټه :شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 131099
د فساد سترې دوسیې هېڅ څېړل شوي نه دي
له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې په تېر مهال کې په عدلي او قضايي په ځانګړې توګه د لویې څارنوالۍ پڅ کارونه د دې لامل شوي دي ترڅو د فساد سترې دوسیې ونه څېړل شي،چې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په رامنځته کېدو سره د فساد د دوسیو د څېړلو کار باید ګړندی شي او خلک باید د دغو څېړنو له پایلو څخه خبر شي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې په تېر مهال کې په عدلي او قضايي په ځانګړې توګه د لویې څارنوالۍ پڅ کارونه د دې لامل شوي دي ترڅو د فساد سترې دوسیې ونه څېړل شي،چې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په رامنځته کېدو سره د فساد د دوسیو د څېړلو کار باید ګړندی شي او خلک باید د دغو څېړنو له پایلو څخه خبر شي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ویاند عبدالقهار فرخ سیر وویل:«له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ځانګړې توګه لویه څارنوالي د اداري فساد دوسیې مستند او لومړیتوب کې راولي. او د هغه پایله باید خلکو ته روښانه وي.»

په همدې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې څارونکي بنسټونه وايي چې ملي یووالي حکومت تراوسه له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې بریالی نه وه.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي څرګنده کړه:«له بده مرغه حکومت تراوسه له اداري فساد سره جدي مبارزه پیل کړې نه ده.په ځانګړې توګه د فاسدو د مجازاتو په برخه کې په بشپړه توګه ناکام دی.هیله ده چې عدلي او قضايي مرکز ننداریز نه وي.»

د افغانستان له دندي د دغه تور داغ لیرې کول د بروکسل په غونډه کې د افغانستان یوه ستره ژمنه ده خو په ملي یووالي حکومت نیوکې دادي چې د دغه حکومت له پیله تر اوسه د فساد هېڅ ستره دوسیه نه ده څېړل شوې او همداراز خلک د سترو فاسدو کسانو د محاکمې شاهد نه وو.

د ښار جوړونې وزارت د فساد دوسیه، د ملي دفاع وزارت د تېلود تړونونو د فساد دوسیه، د کابل بانک د فساد دوسیه، د ځیرک ښارګوټي د فساد دوسیه او څو نورې د فساد سترې دوسیې له کلونو راهیسې بې برخلیکه پاتې دي.

په دې لړ کې دخیالي سرتېرو او خیالي ښوونځیو موضوع هم سترې دوسیې دي چې تر اوسه نه دي څېړل شوي.

خو د ملي یووالي حکومت مشرانو نړیوالې ټولنې ته د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځواب لرلو لپاره له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړ کړ ، اوس چې د بروکسل غونډې ته کم وخت پاتې دی، تر اوسه هېڅ دوسیه په بشپړه توګه څېړل شوې نه ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«د اداري فساد په اړه ډېره ځیرنه په دولتي بنسټونو کې ده چې د ورځې جریان لري.خو په ټول کې افغان حکومت ژمنه لري ترڅو فساد هغه دوسیې چې شتون لري ټولې وڅېړي.»

له دې سره سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت په کړنو د نیوکو ترڅنګ به نړیوالې ټولنې ته به څه ځواب ورکړي.

https://avapress.com/vdci3zaz3t1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته