دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 132883
د دولت په بی پلانه  ځمکه کی د کسب او کار د مشخصی سقوط
د جهانی بانک نوی بیانیه شکاره کوی چی افغانستان کی کسب او کار د تیر کال په پرتله ۶ مرتبی تنزل  کړی دی او په ۱۹۰ هیوادوکی افغانستان ‍۱۸۳ مقام خپل کړی دی.
تیر کال افغانستان په ۱۸۹ هیوادو کی ۱۷۷ مقام خپل کړی وو. اقتصادی کارپوهان او تاجران، ددی تنزل عمده دلیل په سیاسی او اجرایی دستګاوو کی د اختلاف موجودیت، ناامنی، نسبت راتلونکی ته نا هیله توب، د پراختیاوی پروژو په کارو کی ځنډ، ددولت ناکارایی اوبی برنامه ګی بولی. هغوی دولت د خصوصی سکتور سره په مرسته کی ناکام ښودلی دی او وایی چی دولت د خصوصی سکتور څخه د ملاتړ برنامی نه درلودی، په همدی دلیل د تیر دوو کالو په پرتله د ۵۰ فیصد څخه ډیر د خصوصی سکتور فعالیتونه لږ سوی دی. سیف الدین سیحون، اقتصادی کارپوه او دکابل د پوهنتون استاد د افغان غږ خبری آژانس سره په خبروکی په دی بیان سره چی د ټولو پراختیایی فعالیتونو یو کاله ځنډ د بی کاری لپاره زمینه پراخه کړه؛ تصریح کړه چی دولت اواجرایی نهادونه تیر کال ټول انکشافی پروژی ودرولی او دتیر کال پروژی  یی اجرا ته ورکړ. ددی استاد د خبرو په اساس؛ که څه هم پراختیایی پروژی په افغانستان کی ډیر د کار ډیروونکی نه دی؛ خو ددوو ملیاردو دالرو رخصتی ( هغه پیسی چی هر کال د اقتصادی پراختیا او دهیواد د زیربنا لپاره په مصرف رسیدی ) د افغانستان به اقتصاد کی ځینی  خرابی پیامدونه پرځای پریښودل او د کار بازار یی هم متاثر کړ. هغه راتلونکی ته ناهیله توب، د سرمایی تیښته، ددولت بی برنامه ګی، د خارجی کمکونو کموالی حتی دریدل د افغانستان د کار د مشخصی د سقوط اصلی لاملونه وبلل. ښاغلی سیحون اضافه کړ: افغانستان ددی نه مخکی په میلیاردو دالر بین المللی مرستی د موسساتو او بین المللی نهادو لخوا لاسته راوړلی؛ خو دا مرستی د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پوری کموالی وموندی او په ۲۰۱۵ کی هم ودریدی. سیحون، دولت د خصوصی سکتور سره په مرسته کی ناکام وبلل او وویل چی دولت نه دی توانیدلی چی خصوصی سکتورته د فعالیتونو زمینه برابره کړی. هغه وویل: تر هغه وخته چی ناامنی جریان ولری او د اقتصادی پراختیا زمینی موجود نه وی او برق او امکانات برابر نه وی او ددولت د درانده مالیی په وجود سره، خصوصی سکتور ددولت لخوا مالی مرسته ورسره ونه سی، ددی سکتور فعالیتونه چی عمده نقش د کسب او کار په رامنځته کولو کی لری، پراختیا به پیدا نه کړی. د ښاغلی سیحون د خبرو په اساس، ددولت د همکاری نه درلودل د خصوصی سکتور سره ددی باعث سوی دی چی په تیر دوو کالو کی ۵۰ فیصد د خصوصی سکتور فعالیتونه رخصت سی. په همدی حال کی نصیر احمد انصاف، د افغانستان د صنعت کارانو د اتحادیی معین هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی دولت نه دی توانیدلی چی زمینه د داخلی سرمایه دارانو ته مساعد کړی. ښاغلی انصاف د سرمایه ګزارانو مشکلاتو ته ددولت په ناتوانه بللو سره وویل چی په حاضر حال کی د صنایع اکثره شرکتونه د تولید څخه لاس اخیستی دی او خپل فعالیتونه قطع کړی دی. هغه ټینګار وکړ چی ددی وضعیت څخه د وتلو لپاره باید دولت خصوصی سکتور سره مرسته وکړی او د هغوی د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړی. په داسی حال کی چی د کار او کسب په رامنځته کولو کی او د اقتصادی برنامو په اجراکی د دولت ناکام والی، اصلی علت یی د ناامنی بحران بلل کیږی؛ خو د هغه ترڅنګ دمدیریتی ضعف او د حکومتی مسوولانو کم کاری د سترګو څخه نه تیرولی. لکه څرنګه چی د مالیی د وزیر د خبرو په اساس د نماینده ګانو د استجوابیه په ناسته کی؛ د راتلونکی خورشیدی کال کی ډیری وزارت خانی یواځی ۳۵٪ انکشافی بودجی په مصرف رسولی دی. جهانی بانک د یوولسو شاخصو په اساس، د کسب او کار فضا په هیوادو کی تر څیړنی لاندی نیولی دی. مهم یی، د کار د موثر ځواک استخدام، دداراییو ثبت، د تجارتی اعتبار کسب، مالیات او حمایت د سرمایه ګذارانو او صنعت کارانو څخه دی. ددی څیړنی په اساس، نیوزلند د کسب او کار د مساعدولو لپاره په لومړی مقام کی او دهغه وروسته د سنګاپور، دنمارک، هانکانک، او جنوبی کوریا هیوادونه په ترتیب سره قرار لری. په تیر کال کی نیوزلند دوهم او سنګاپور لومړی مقام کی قرار درلودی.
https://avapress.com/vdcaaun6e49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته