دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 133018
لوی څارنوالۍخپلواک ارګان دی چې ټولې کړنې یې کاملاً غیرسیاسي او مسلکي دي
جمهور رئیس غني: لوی څارنوالۍخپلواک ارګان دی چې ټولې کړنې یې کاملاً غیرسیاسي او مسلکي دي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې " له اداري فساد او ښځو سره له تاوترخوالي پاک افغانستان په لور" په نامه د افغانستان د څارنوالانو په سرتاسري کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، ګډون وکړ. په پیل کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي له جمهوررئیس څخه د څارنوالانو د بې دریغه، غوڅ او صمیمانه ملاتړ مننه وکړه وې ویل، دغه شان ملاتړ مو زړه ډاډه او په نفس باور زیاتوي او د عدالت او قانون حاکمیت په پلي کېدو، د حق په تامین او د خلکو له حقونو او آزادیو څخه په دفاع کې مو مټې په پولادو بدلې کړي دي. هغه وویل، له بده مرغه په‌دې وروستیو کې د خپاره شوي راپور له مخې افغانستان په کې د نړۍ درېیم قانون ماتونکی هېواد معرفي شوی دی، هماغسې چې مو اداري فساد سره مبارزه کې خپل نیت او ژمنه په ډاګه کړې ده، ان‌شاالله په راتلونکې اونۍ کې به د اداري فساد د لویوقضیو لومړنۍ شفافه، منصفانه او عادلانه محاکمه د لویوجرمونو او اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې جوړه شي چې لومړنۍ قضیه به یې د یو لوړ پوړي څارنوال وي. حمیدي زیاته کړه، له‌دې وروسته زموږ ټول څارنوالان دنده لري، چې په منطمه توګه هر هغه کس چې په هره مرحله کې غواړي مداخله یا اعمال نفوذ وکړي یا عدالت له خپلې لارې منحرف کړي، افشا کړي، څو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ثابته کړي چې د قانون ماتونې او د حاکمیت د بحران مخه نیسي. د هېواد لوی څارنوال په ډاګه کړه: د لويې څارنوالۍ په داخل او دباندې مو فساد سره مبارزه پیل کړې ده. د افغانستان خلکو او څارنوالانو ته مې لومړنی څرګند پيغام دا دی چې له‌دې وروسته مو د فساد په مقابل کې زغم صفر دی. حمیدي عدالت د هر شي اساس وباله وې ویل: موږ غواړو لویه څارنوالۍ کې د وړتیاوو په رغاولو باندې له سره کتنه وکړو، چې څارنوالان خپلواک فکر او اجرأت وکړي او تصمیم ونیسي او په خورا درنښت او عزت له خلکو سره چلند وکړي. هغه وویل، د لویې څارنوالۍ ادارې عدلي او قضايي او نورو دولتي بنسټونو سره ښه همغږي او همکاري رامنځته کړې ده. لوی څارنوال څرګنده کړه، د پټولو لپاره هیڅ شی نه‌لرو، د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر انتقاد منو او شفاف یوو او له نورو بنسټونو هم غواړو چې خپلې ستونزې په څرګنده توګه په ډاګه کړي چې د حل لپاره یې ورته مناسبې حل لارې ولټوو. هغه عدالت ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی د لویې څارنوالۍ ژمنه وبلله وې ویل، موږ مسوولیت لرو چې ټولو افغانانو ته عدالت وړاندې کړو، د قانون حاکمیت، د خلکو د آزادیو او حقونو ملاتړ وکړو، خو ښځې او ماشومان چې د زیانمنېدونکو اقشارو او ډلو په توګه د فساد، زورواکۍ او جرمونو قربانيان دي، هغوی ته مو د خدمت لپاره هڅې پيل کړي دي. حمیدي زیاته کړه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پاملرنې له امله د تاوتریخوالي د منع، د ماشومانو تخلفاتو ته رسیدګۍ او د بشري حقونو د رعایت مرستیالي جوړه شوې ده. هغه زیاته کړه: په عین وخت کې د ښځو د مشارکت او برخې اخېستو په خاطر چې ظرفیت، اهلیت او په دې اداره کې د خدمت توان لري جدي پروګرامونه نیول او پلي شوي دي چې په اتو میاشتو کې مو د ښځو سهم له درې سلنې څخه پنځلس سلنې ته پورته کړی دی. لوی څارنوال وویل، زموږ د کار اساسي محورونه قاطعیت، دقت، سرعت او شفافیت دی او د تورنو او مظنونینو د قضیو او برخلیک ټاکنې په خاطر ټاکلې قانوني موده رعایتوو. هغه د خپلو خبرو په دوام کې دې ته په اشاري چې آزادو رسنیو او د بیان آزادۍ څخه ملاتړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ژمنه ده وویل، د لویې څارنوالۍ اداره ژمنه ده چې دغه ژمنې حفظ کړي. څارنپوه محمدفرید حمیدي ټینګار وکړ، موږ فساد سره د اغیزناکې مبارزې له لارې د خلکو او خصوصي سکتور عواید لوړو او همدارنګه د افغانانو له آزادۍ، حقوقو، پانګونې او پانګې څخه ملاتړ کوو. جمهور رئیس د هېواد د لوی څارنوال د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د دولت د اجرایي دستګاو په منځ کې د لوی څارنوالۍ رول په بدن کې زړه ته ورته دی. له همدې امله د هغې مفدیت، فعالیت او خوښي له دغه ټول بدن پورې اړه لري او برعکس د هغې ککړتیا، فساد او بیماري د ټول سیستم د ناکامي، بیهودګي او د ټولو د تباهۍ لامل کېږي. جمهور رئیس د هېواد څارنوالانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د یو لوی او برخلیک جوړونکي کوښښ په سر کې قرار لرئ او کولای شئ د هغه مهم مسوولیت په ادا کولو سره چې تاسو ته در له غاړې دی د قانون د حاکمیت، د سیستم د شفافیت او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د هېواد په تحول کې مهم نقش ولرئ. جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، د لوی څارنوالۍ په سیستم کې هر ډول ناغېړي او لټي او د څارنوالانو منځ کې دندې ته نه درناوی، سربېره پردې چې د ټول دولتي سیستم اعتبار زیانمنوي، تاسې هم د خلکو له غوسې او شدید احتساب سره مخ کوي. محمد اشرف غني وویل، دا چې د اسلامي نظام فلسفه د دولت د ټول سیستم عدالت محوره کول دي، په همدې دلیل د عدالت تامین نه یوازې ستاسو او دولت پورې اړوند هر فرد وظیفوي مکلفیت دی، بلکې زموږ د ټولو دیني او فردي مسوولیت هم دی، ځکه د عدالت پیاوړي کول او د هغه بې طرفانه او مستقلانه تامین د سیاسي ثبات د تامین کلیدي عناصرو څخه دي. هغه وویل، د هېواد د جمهور رئیس په توګه د هېواد د عدلي او قضایي سکتور په استقلالیت پوره باور لري، نه خپله په عدلي او قضایي چارو کې مداخله کوي او نه هم نورو ته د هغوی په کارونو کې د مداخلې اجازه ورکوي. جمهور رئیس په ټینګار وویل، لوی څارنوالي یو مستقل ارګان دی او کار یې کاملاً غیر سیاسي او مسلکي دی او سیاسي کشمکشونه باید هیڅ اغېز ورباندې ونه کړي. جمهور رئیس غني د هېواد سیاسي قشر څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي اوپرېنږدي چې څوک د هغو پر وړاندې مانع ایجاد کړي. جمهوررئیس وویل: په عدلي او قضايي تصمیم نیونه کې هر رنګ مداخله جرم دی، لوی څارنوال حق لري څوک چې د جرم مرتکب کېږي محاکمه کړي. د هېواد جمهور رئیس د لوی څارنوالۍ په اداره کې راغلي تحولات له هیله مندۍ ډک وبلل او وې ویل، فساد سره د مبارزې لپاره محسوس ګامونه اخیستل شوي دي او کوم اصلاحات چې شوي د خلکو، حکومت او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د هیله مندۍ او خوښۍ لامل شوي. محمد اشرف غني دې‌ته په اشارې چې د لوی څارنوالۍ په اداره کې د کدرونو په ځای پرځای کولو سره د روابطو ځای ضوابط نیولی او لوی څارنوال د شایستګۍ په اساس تبدیلۍ او مقررۍ کړې دي، د هېواد څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، په جرأت او زړورتیا مخته لاړ شئ او هیڅ وېره او وهم مه لرئ، ځکه دولت او ملت ستاسو تر څنګ قرار لري او موږ به تاسو په دې مسیر کې یوازې پرېنږدو. هغه د څارنوالۍ اداره کې په جنسیتي عدالت خوښي څرګنده کړه او وې ویل، په دغه اداره کې د اصلاحاتو ارزښت ته په پام حکومت د همکارانو د معاشونو او حقونو د زیاتوالي لپاره د لوی څارنوال د هڅو هرکلی وکړ او تاسو به ژر د دې برخې د کارکوونکو د حق الزحمې او ښېګڼو د زیاتوالي شاهدان شئ. جمهور رئیس غني وویل، زه نه غواړم اصلاحات یوه لنډه څپه وي او بېرته کارونه تېر ته ور وګرځي. تمه لرم چې بهیر د اوس په څېر د هرې ورځې په تېریدو سره پراخ او پوخ شي، تر څو د هېواد دلویې څارنوالۍ اداره د خپلو ټولو ولایتي څانګو د تازه ژوند شاهده او د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو ځواب ورکوونکي اوسي جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې عدالت تامینېږي او د خلکو قاتلان به د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي. هغه له خلکو وغوښتل چې صحرایي محاکمو ته لاړ نشي، بلکې قانوني عدالت ته مراجعه وکړي. دکنفرانس په پای کې د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د وینا پرمهال اداري فساد او ښځو سره د تاوتریخوالي په مخنیوي کې او په هېواد کې د عادلانه نظام په برقراري کې د لویې څارنوالۍ نوښتونه وستایل. په دې کنفرانس کې د هېواد په جمهور رئیس سربېره قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د هېواد د عدلي او قضایي سکتور یو شمېر مقاماتو او په عدلي او قضایي برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو. له بې اسناده راستنیدونکو کډوالو سره د دولت د مرستو لړۍ پیل شوه له پاکستان څخه د هغو راستنیدونکو افغان کډوالو سره چې د مهاجرت اسناد و نه لري، د بیړنیو مرستو لړۍ نن دوشنبه د هغه پلاوي له لورې چې له مرکز څخه يي ننګرهار ته سفر کړی و او د ننګرهار د والي لخوا د تورخم په صفري کرښه کې رسما پرانیستل شوه . د غه مرستې د هغه پلان له مخې پیلیږي چې په دې وروستیو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او د یوشمیر ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ له راستنیدونکو کډوالو سره د بیړنیو مرستو په موخه جوړ شوی و چې د دغه پلان پر اساس د روغتیايي خدماتو ، د څښاک اوبه او د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترڅنګ له پاکستان څخه د هر بې اسناده راستنیدونکو کډوال سره د یو شمیر ښکیلو ادارو د استازو په شتون کې د ۳۳۵۰ افغانیو مرستې کیږي . له مرکز څخه د راغلي پلاوي په ترکیب کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستبالې ډاکټر عالمې، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال انجینیر احمد ولي حکمي ، د لومړۍ میرمن د دفتر دوه تنه سلاکارانې او یو شمیر نورو چارواکي ګډون درلود. یاد پلاوی یکشنبه د خپل سفر په لومړۍ ورځ په هغه ناسته کې چې د ولایت په شاهي ماڼې ګې جوړه شوې وه ګډون وکړ چې په دغه ناسته کې د ننګرهار والي، محلي چارواکي او د یو شمیر مرستنیدویه ادارو مسولین هم ګډون درلود . په ناسته کې د مرستو د ویش پر څرنګوالي او د دغې پروسې پر شفافیت خبرې وشوې . د کډوالو وزارت د پناه غوښتنوکو مرستیالې ډاکټر عالمه په دغه ناسته کې له راستنیدونکو کډوالو سره د دولت د مرستو د پلان په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته يي کړه چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو سره د بیړنو مرستو لپاره دولت ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي . نوموړې ننګرهار ولایت ته د پلاوي د سفر موخه په تورخم کې له راستنیدونکو کډوالو سره د نقدي مرستو د لړۍ پیل و باله . وروسته بیا د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال انجینیر احمد ولي حکمي وویل چې د بې اسناده راستنیدوکو کډوالو له شاوخوا ۴۰ سلنو سره يي د راستنیدنې پرمهال د کډوالۍ نړیوال ( IOM ) مرسته کوي او له دې وروسته د تورخم له لارې له پاکستان څخه ټول راستنیدونکي کډوال به د دولت له دغو مرستو برخمن شي . احمد ولي حکمي د مرستو د ویش پر شفافیت ټینګار و کړ او په دغه پروسه کې يي د لاشفافیت غوښتنه وکړه . د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل بیا له راستنیدونکو کډوالو سره د دولت دغه مرستې یو اړتیا و بلله او له دې امله یي له مرکزي حکومت څخه مننه وکړه. نوموړي وویل د مرستو د ویش په پروسه کې د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره مرستې د بانکي سیستم له لارې ویشل کیږي او راستنیدوکي کډوال کولای شي خپلې نقدي مرستې د بانک له لارې ترلاسه کړي . هغه خپلو کارکوونکو ته دنده وسپارله چې د بانکونو له مشرانو سره په دې برخه کې خبرې وکړي ترڅو په رسمي او غیر رسمي وختونو کې راستنیدونکو کډوالو ته مرستې و ویشي . یاد پلاوی د خپل سفر په دویمه ورځ د ننګرهار والي سره یوځای د تورخم صفري کرښې ته سفر وکړ او د مرستو لړۍ یي دغلته رسما پرانیستله . د مرستو د پرانیستلو پر مهال په تورخم کې د ننګرهار والي خبریالانو ته وویل چې ، د ولسشمر په لارښوونه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ دغې پروسې ته ځانګړې شوې او له هر بې اسناده راستنیدونکي کډوال سره سر له نن نه د ۳۳۵۰ افغانیو نقدي مرستې کیږي . نوموړي وویل چې دغه پروسه د کډوالو وزارت تر مدیریت لاندې پیلیږي هغه له دې امله د وزارت له مشرتابه پلاوي نه مننه وکړه . وروسته بیا د مرستو د ویش پر مهال د یاد وزارت د پناه غوښتنونکو مرستیالې وویل چې د دغو مرستو له بودیجې نه د ختیځو ولایتونو له شاوخوا ۱۰ زرو بې ځایه شویو اوهغو راستنیدونکو کډوالو چې له دې وړاندې له پاکستان څخه ګډه شوې هرې کورنۍ سره یي د ۱۰ زره افغانیو مرسته کیږي . د وزارت مرستیالې وویل په پام کې ده چې د راتلونکي لپاره نوره بودیجه هم د دولت له لورې راستنیدونکو کډوالو ته ځانګړې شي او په دې برخه یو وجهي صندوق هم جوړ شوی دی . نوموړې په خپلو خبر کې زیاته کړه چې د نقدي مرستو ترڅنګ افغان دولت د دوې د سرپناه لپاره هم ځمکه په پام کې نیولې . د کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال بیا د مرستو د ویش پر مهال د ننګرهار له ولایتي ادارې او د لومړۍ میرمن له دفتر نه مننه وکړه چې په یاده پروسه کې يي له دوې سره مرسته وکړه . نوموړي د راستنیدونکو کډوالو د سرپناه په اړه وویل چې په کابل او ننګرهار کې ۳۰ زره د ځمکو نمرې مستحقو راستنیدونکو کډوالو ته په پام کې نیول شوې دي . د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب کاموال په تورخم کې وویل چې اداره یي راستنیدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدماتو لپاره چمتووالی لري هغه وویل چې روغتیايي ګرځنده ټیمونه هم د روغتیايي خدماتو لپاره په تورخم کې کار کوي . یاد پلاوی او د ننګرهار والي له تورخم څخه د بیر راستنیدو پر مهال په لار کې د ثمر خیلو په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راستنیدنې له مرکز څخه هم لیدنه وکړه . په پام کې ده چې له تورخم وروسته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو دغه لړۍ سپین بولدک ، اسلام قلعه او میلک سیمو ته هم و غځول شي .
https://avapress.com/vdcb8fb8wrhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته