دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 133595
د رییس جمهور غنی غندنې د تیری شپی د  حملی لپاره چی په مزار شرف د آلمان پر سفارت باند ترسره سوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د المان په کونسلګرۍ د پرونۍ شپې تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شول او عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه واوښتل په کلکه وغانده او دا یې د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان نړۍ سره آزادې او غښتلې اړیکې ولري.
جمهوررئیس د دغې پېښې د غندنې پرمهال وویل: د افغانستان دښمنان چې د ټولو بین‌المللي قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف په ملکي، ټولګټو او دیپلوماتیکو اماکنو د وحشیانه بریدونو له لارې د بشر ضد جنایتونه کوي، د دوی دا ناوړه عمل به تروریزم سره مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي. جمهوررئیس زیاته کړه، دغه ډول تروریستي بریدونه د نورو د ملاتړ پرته ممکن نه دي، تروریستی ډلې او د هغوی حامیان باید پوه شي چې د داسې کړنو په ترسره کولو سره به د عدالت او تعقیب له معافیت څخه خلاص نشی. جمهوررئیس غني د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګ د پېښې شهیدانوته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه، همدارنګه یې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې ټپيانو او زیانمنو شویو کورنیو ته د عاجلو مرستو په موخه بیړني ګامونه واخلي. ارگ - ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcb9fb8srhbfsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته