دخپریدو نیټه :جمعه ۵ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 134269
د ملي امنیت سلاکار د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د پنج شنبه پر ورځ د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي یرلن ایدریسوف او د هغه له ملګري پلاوي سره وکتل.

په دې لېدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې سیمه ییزې مبارزې، له مشترکو اقتصادي فرصتونو څخه پر موثرې ګټه اخېستنې او په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا د قزاقستان د غېرې دایمي غړيتوب له امله د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده، چې قزاقستان به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان دولت د لومړیتوبونو ملاتړ وکړي.

د ملي امنیت سلاکار همدارنګه و ویل، چې د افغانستان په شمول د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ له مشترک ګواښ سره مخ دي او ښایي، چې پر وړاندې یې د مبارزې مشترکه سیمه ییزه ستراتېژي رامنځته شي.

د ملي امنیت سلاکار په سیمه کې مشترکو اقتصادي فرصتونو ته په اشارې و ویل، چې افغانستان حاضر دی، چې د سیمې په کچه د څو ملتیزو پروژو په طرحه او تطبیق کې، د قزاقستان په شمول د سیمې له ټولو هېوادونو سره نژدې کار وکړي.

د ملي امنیت سلاکار، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ، د سولې د توافقلیک د پلي کولو په اړه و ویل، چې افغانستان هیله لري، چې د قزاقستان په شمول، د ملګرو ملتونو ټول دایمي او غېرې دایمي غړي هېوادونه به د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ د لګېدلو بندیزونو په لیرې کولو کې د افغان دولت د غوښتنې ملاتړ وکړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي یرلین ایدریسوف، له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراخولو د ټینګار ترڅنګ و ویل، چې هېواد به یې په نژدې راتلونکې کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کومېټې مشري پرغاړه واخلي او د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ د بندیزو د لیري کولو په اړه به د افغان دولت د غوښتنې ملاتړ وکړي.

نوموړي همدارنګه د ترهګرۍ ضد سیمه ییزې مبارزې په اړه، د افغان دولت د دریځ ملاتړ وکړ او په سیمه کې یې د ګډو اقتصادي فرصتونو څخه پر اغېزناکې ګټه اخېستنې ټینګار وکړ.

په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.

https://avapress.com/vdcaiyn6o49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته