دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 135021
جمهوررئیس غني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر اشتون کارتر او ملګري پلاوي سره چې افغانستان ته راغلی وو، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو، د همکاریو د زیاتوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې.
اشتون کارتر دېته په اشارې چې افغانستان د امریکا متحده ایالاتو له مهمو او ستراتيژیکو شریکانو څخه دی، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونود سرښندنو قدرداني وکړه وې ویل، دې ځواکونو ثابته کړه، چې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې توانایي او ظرفیت لوړ شوی دی او امریکا د دې ځواکونو زیات تجهیز او تمویل ته ژمنه ده. هغه زیاته کړه، موږ به د افغانستان د هوایي ځواک د تمویل او تجهیز په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړو، ترڅو دا ځواکونه د ځمکنیو ځواکونو تر څنګ د تروریستي ډلو د له منځه وړلو په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولري.
د هېواد جمهور رئیس د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکا متحده ایالتونود دوامداره همکاریو قدرداني وکړه. هغه د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د تروریزم د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او کوښښونه وستایل.
جمهور رئیس غني همدارنګه په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال نیکولسن دکوښښونو مننه وکړه.
دواړو لورو د سیمې د امنیت لپاره تروریزم سره په ګډه مبارزه ټینګار وکړ او د اصلاحاتو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې یې د اصلاحاتو د راوړلو په اړه خبرې وکړې. د دې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز، تمویل، روزنې او د دوی د توانایي د لوړولو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت د تامین او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د دفاع وزیر د کوښښونو د تقدیرولو په خاطر هغه ته د غازي وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس او د امریکا دفاع وزیر په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو د پروګرامونو او ګډو همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو زموږ دوامدار او هم پیمان همکار یئ او زموږ پر ملت په ځانګړي ډول د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاسو له باورمندۍ څخه مننه کوم.
جمهور رئیس زیاته کړه، په تېرو دو کالو کې پر باثباته او امن افغانستان د امریکا متحده ایالتونو اعتبار موږ ته د نړیوالې سولې او ثبات د کیلۍ په توګه ارزښت لري. هغه وویل، د امریکا د تېر کال تصمیم د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو په برخه کې له تاریخي تصامیمو څخه ګڼل کېږي.
محمد اشرف غني زیاته کړه: د امریکا د دفاع وزیر په توګه تاسو کلیدي رول درلود او وموکولای شول چې خطرونه او تهدیدونه تشخیص او له جمهور رئیس اوباما سره یې شریک کړئ چې زه د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب له تاسو څخه مننه کوم.
جمهور رئیس همدارنګه څرګنده کړه، تاسو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره د بین المللي اجماع په ایجاد کې مهم رول درلود چې ستاسو له هلو ځلو او پاملرنې پرته د یوې بین المللي اجماع ایجاد ستونزمن ښکارېدل.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، پنځه کاله وروسته په وارسا کنفرانس کې د افغانستان ټولو بین المللي شریکانو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
https://avapress.com/vdchimnzz23nxvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته