دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 135271
د ناوه میش اوسیدونکی په دی ولسوالی کی د ملی اردو کندک د رامنځته کیدو غوښتونکی سو
د ناوه میش د ولسوالی د تازه تاسیس اوسیدونکی په دی چی ددی منطقی تبدیل په ولسوالی باندی د خوشحالی خبرورکړی دی، خو ټینګار لری چی حکومت باید د ملی اردو کندک په دی ولسوالی کی رامنځته کړی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، دناوه میش منطقه چی مخکی د باغران په ولسوالی باندی اړه درلودی، دری ورځی مخکی( ۱۹ – قوس) کی رسمآ د دایکندی دوالی پواسطه د مستقل ولسوالی په حیث اعلان سو او دداینکندی دولایت باندی شامل سو. دا چی ددی ولسوالی اوسیدونکی، ناامنی ددی ولسوالی د عمده مشکلاتو څخه بولی او وایی چی دولت باید د محافظت لپاره په دی ولسوالی کی د اردو ملی یو کندک رامنځته کړی.
ابراهیم محسنی ددی ولسوالی د منتفذینو څخه د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کی وویل: دا چی د ناوه میش ولسوالی د باغران د ولسوالی په ختیځ کی موقعیت لری، همدارنګه جنګ او ناامنی په دی منطقه کی جریان لری.
هغه ټینګار وکړ چی دولت باید په دی ولسوالی کی د اردو ملی یو کندک رامنځته کړی؛ همدارنګه په دی ولسوالی کی محلی پولیس تشکیل او دخلګو غورځنګونه اکمال ته ورسوی.
هغه په دی ولسوالی کی امنیتی پولیسو تعداد کافی نه دی بللی او اضافه کړ: په دی ولسوالی کی د پولیسو ځواکونو شمیر ۳۰ تنو ته رسیږی په داسی حال کی چی داولسوالی ۱۲۵ قریی لری.
محسنی همدارنګه وویل چی خلګ د امنیتی ځواکونو ترڅنګ خلګ هم دامنیت د ټینګولو لپاره ولاړ دی، خو دهغوی اسلحی نه سی کولای د طالبانو د درانده اسلحو په مقابل کی مقاومت وکړی.
د ناوه میش ډیر اوسیدونکی دا ولسوالی د افغانستان د محروم مناطقو څخه بولی او وایی چی ددی منطقی خلګ د اولیه امکاناتو لکه صحی او تعلیمی امکاناتو څخه برخمن نه دی.
داکتر ایوب خان، ددی ولسوالی بل منتفذ و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی دناوه میش ولسوالی خلګ ډیر وخت کیږی چی په محرومیت کی ژوند تیروی او د معارف په برخه کی هیڅ تسهیلات او نورو برخوکی هم کوم تسهیلات نه لری.
ایوب خان په دی بیان سره چی په دی ولسوالی کی د پنځه کالو په تیریدو سره هیڅ انکشافی پروژه په دی ولسوالی کی نه دی عملی سوی اضافه کړ چی د پنځه کالو په تیریدو یو معیاری لاره او یو پلچک هم په دی ولسوالی کی نه دی جوړ سوی.
هغه دحکومت څخه وغوښته چی د معارف برخی په دی ولسوالی کی تقویت کړی او د انکشافی پروژو د تطبیق په برخه کی په دی ولسوالی کی هڅی وکړی.
په همدی حال کی حاجی محمد محقق د اجرایی ریاست دوهم معاون د یو پیام په ترڅ کی ددی ولسوالی اوسیدونکو ته وویل چی د ناوه میش ولسوالی کیدنه ډیر مشکلات چی ورسره مخامخ واست کم کړی.
ښاغلی محقق اضافه کړچی ددی اداری واحد فعال کیدنه کولای سی د ناوه میش د اقتصادی، اجتماعی، اداری او حقوقی برخو کی موثره تمام سی.
ویل کیږی؛ ناوه میش چی د دایکندی په لویدیځ کی قرار لری، تقریبآ څلور کاله مخکی هم د ولسوالی په حیث افتتاح سو خو د مختلفو دلایلو په اساس دا منطقه دوهم ځل د باغران په ولسوالی باندی مربوط سو.
https://avapress.com/vdcefn8zzjh8xwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته